غزني ښار (پژواک، ١٥ تله ٩٨): په غزني کې د څه باندې نهه ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي جوړېدو چارې پيل شوې او د يو بل ښوونځي د بيارغونې چارې پاى ته ورسېدې.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني ښار د ولي عصر په سيمه کې د نجونو لېسې د جوړولو چارې پيل شوې.
هغه وايي چې دغه ښوونځی ١٢ درسي خونې، دوه اداري خونې، تشنابونه د اوبو څاه او نور ملحقات لري.
ده وويل چې پر دغه ښوونځي اته نيم ميليونه افغانۍ لګول کېږي او چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.
د نوري د معلوماتو له مخې چې دغه ښوونځی به د اته سوه نجونو زده کوونکو ځایولو وړتیا ولري.
دغه راز د دې لېسې يوې زده کوونکې حميدې حسيني پژواک ته وويل: ((زموږ مکتب تر اوسه خپله ودانۍ نه لري، کرايي کور يې ورته نيولى دى، ځاى يې ډېر تنګ دى، که دغه نوې ودانۍ جوړه شي، مشکل مو به حل شي.))
همدارنګه د غزني د والي وياند دا هم وويل چې د اندړو ولسوالۍ د سبوس کلي د لغړو لومړني ښوونځي د بيارغونې چارې بشپړې شوې.
ده وويل چې د دغه ښوونځي پر بيارغونې نيم ميليون افغانۍ لګول شوې دي.
د غزني د پوهنې رياست چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري خو د روان کال له پيله تر اوسه شپږو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې او دغه لړۍ روانه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن