جلال اباد (پژواک، ۱۶ تله ۹۸): ننګرهار کې د شوکاڼي يا تلک کاروباريان او سوداګر وايي چې دغه ډبرې پاکستان ته تر صادرېدو وروسته نورو هېوادونو ته د دغه هېواد په نوم لېږدول کېږي.
ننګرهار کې د شوکاڼي د اتحاديې مسوولينو دغه راز د شوکاڼي د قاچاق په اړه هم اندېښنه ښودلې او له اړوندو مسوولينو يې دغې برخې ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
دوی دا څرګندونې د تلې په ۱۶مه جلال اباد ښار کې د يو خبري کنفرانس پرمهال وکړې او دغه راز يې د خپلې اتحايې د نوي اداري هيئت په اړه هم معلومات شريک کړل.
د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې په زیاته کچه د شوکاڼي یا تالک کانونه موجود دي چې ترې استخراج کېدونکي دغه کاڼي نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان صادرېږي.
د شوکاڼي اتحاديې مشر دلاور جرنيل زاده یوه خبري کنفرانس ته وویل، پاکستان له دې ځایه ور لېږدونکي شوکاڼي په خپل نامه نورو هېوادونو ته صادروي او دوی هڅې پیل کړي چې افغان سوداګر په لویه کچه په خپل نوم شوکاڼي نورو هېوادونو ته ولېږدوي.
د هغه په خبره، دا چاره به هم د هېواد اقتصاد پياوړی کړي او هم به نوره نړۍ کې د افغانستان د صادراتو نوم وځلېږي.
په دې خبري ناسته کې د صنعت او کانونو خونې مشر حاجي تورملنګ د دوی د کارونو پر وړاندې پر شته ننګونو اندېښنې شریکې کړي او له مسوولو چارواکو یې وغوښتل، چې د حل لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.
هغه زیاته کړه: ((نا امني خو د ټولو هېوادوالو ستونزه ده؛ موږ که څه هم ډېر ورسره لاس او ګريوان يو خو زموږ مهمه ستونزه برېښنا ده چې دلته يې د فابريکو پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.))
په ياده غونډه کې د شوکاڼي پر قاچاق هم سوداګرو خبرې وکړې، چې لا هم دغه ناقانوني موجوده او یو شمېر مسوولین په کې هم ښکېل دي.
خو ولایتي اداره وایي، دوی د قاچاق د مخنیوي لپاره کار کوي او که په دې اړه کوم شواهد موجود وي شریک دې کړای شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، دوی د هر ډول قاچاق د مخنيوي په برخه کې جدي تدابير نيولي، خو که بيا هم څوک دا ډول شکايت لري، مستند دې يې ولايتي ادارې سره شريک کړي چې په اړه يې اقدام وشي.
سوداګر نیوکې لري چې تل ورسره حکومت د ستونزو د بنسټيز هواري په برخه کې ژمنې کړي، خو هغه شان چې په کار ده عملي کړي یې نه دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










