منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتیکا کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۰ کتنې

ښرنه (پژواک، ١٨ تله ٩٨): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې دوه پوليس او شپږ طالبان وژل شوي او اته نور طالبان نيول شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين د تلې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو د خوشامند ولسوالۍ په چمبر او محمد يار سيمو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ژوندي نيول شوي دي.

ارين دا هم وويل چې تېره شپه طالبانو د مرکز اړوند د مېرزک سيمې پر پوستې بريد کړى دى.

دى وايي چې په دغه بريد کې دوه پوليس او يو طالب وژل شوي دي.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په مېرزک پوسته کې يو پوليس خپل څلور نور ملګري وژلي او خپله تښتېدلى دى.

بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه يوه نفوذي کس د ښرنې د ميرزک سيمې په پوسته کې د قوماندان په ګډون خپل څلور ملګري پولیس وژلي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه