خوست ښار (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): په خوست کې جلغوزو غوټو سپړلو پر وخت سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي، نو له دې امله خلک ورته خوښ وي.
هر کال د مني په موسم کې د سوېل ختيځو ولايتونو د ځنګلونو جلغوزي خوست ولايت ته راوړل کېږي ځکه هواي یې نسبتآً توده ده.
دغه جلغوزي د خوست ښار لوېديځ لور ته، اداري کمپلکس ته څېرمه په يوه تش ډاګ اچول کېږي، څو غوټې يې د لمر په وسيله ښې وچې شي څو جلغوزي په اسانه ترې را و ایستل شي.
په دې سره سلګونه بېوزلو ښځو، سړیو او ماشومانو ته هم دا موکه په لاس ورځي چې د ژمي لپاره د سون توکي برابر کړي.
هغوی د جلغوزو سپړلو په بدل کې تشې شوې غوټې د سون توکو په توګه خپلو کورونو ته وړي.
۲۷ کلن يوسف یو له یادو کسانو دی چې دغه ځای ته هر سهار د غوټو سپړلو لپاره ورځي او د مازديګر تر پنځو بجو پورې کار کوي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ورځې له دوو تر درېيو بوجيو پورې د جلغوزو تشې غوټې له ځان سره وړي.
دی زياتوي: ((دا غوټې موږ د سوځولو لپاره سپړو؛ جلغوزي د دوی دي، تشې غوټې زموږ دي، دغو غوټو نه موږ د ژمي د بخارۍ لپاره استفاده کوو.))
۲۱ کلن سميع الله يو بل کس دی چې د ژمي لپاره د سون توکو برابرولو په موخه له تېرو څو ورځو راهيسې دغه ځای کې د جلغوزيو غوټې سپړي.
هغه خپلو خبرو کې هيله مندي وښوده چې له دې لارې به له خپلې کورنۍ سره د ژمنيو سون توکو برابرولو په برخه کې يو څه مرسته وکړي.
هغه وايي: ((موږ ژمي کې د لرګيو اخيستو وس نه لرو، نو د هغو پر ځای له غوټو ګټه اخلو، بخارۍ ته يې اچوو او ورسره تنور کې ترې ګټه اخلو.))
لايق يو بل کس دی چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د مني په موسم کې په دغه ځای کې د جلغوزيو غوټي سپړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن