منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۳ غ.م
۳°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بازار نشتوالي له امله هلمند کې د پختې تولید درې برابره کم شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٣٠ تله ٩٨): د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د بازار نشتوالي له امله د پنبې د توليداتو کچه درې برابره کمه شوې ده.

بل لور ته کروندګر بيا وايي چې تېر کال ولسمشر محمد اشرف غني دغه ولايت ته د خپل سفر پر مهال ويلي وو چې له کروندګرو د پنبې پېرلو په موخه به د بست تصدۍ بېرته فعاله کړي خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

په دې اړه په مرکز لښکرګاه کې يوه کروندګر عبدالحبيب د تلې په ٣٠مه پژواک ته وويل چې هر کال په خپلو ځمکو کې پنبه کري او ډېر زيات حاصلات هم ترلاسه کوي.

هغه وايي: ((توليدات زموږ ډېر ښه دي، خو بازار نشته او د بست تصدي هم فعاله نه ده چې له موږ څخه پنبه را نیسي.))

دغه راز د جان محمد په نوم يوه بل کروندګر پژواک ته وويل، حکومت تر اوسه هم پلان نه لري چې له کروندګرو مالوچ وپېري.

ده ټينګار وکړ چې ولسمشر بايد له خپلې ژمنې سره سم په دغه ولايت کې د بست تصدي بېرته فعاله کړي څو د دوى د مالوچو حاصلاتو ته بازار پيدا شي.

يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د هلمند د کرنې رياست سرپرست رفييع الله قلم پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله د پنبې په کر او حاصلاتو کې درې برابره کموالى راغلى دى.

دى هم وايي چې د بازار د نه شتون او بست تصدۍ د نه فعاليت کېدو له امله د پنبې د حاصلاتو کچه دومره ټېټه شوې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني تېر کال هلمند ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې وه چې د بست تصدۍ فابریکې د بېرته فعالولو لپاره به په درېیو اوونیو کې درې سوه میلیونه افغانۍ ورکړي، خو لا هم دغه پیسې نه دي ورکړل شوې.

خو د هلمند والي ویاند عمر ځواک بیا ډاډ ورکوي چې د بست تصدۍ د بېرته فعالولو لپاره به د ولسمشر له لوري ژمنه شوې پیسې ډېر ژر ورکړل شي.

د يادونې ده، د بست تصدۍ د فعاليت پر مهال به له کروندګرو په ټنونو دانه داره پنبه اخيستل کېده چې په ترڅ کې به يې سلګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابرېده خو اوس دا هر څه په ټپه ولاړ دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه