ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ کوچيان: ٩٠ سلنه څرځایونه مو غصب شوي دي

د بلخ کوچيان: ٩٠ سلنه څرځایونه مو غصب شوي دي

author avatar
22 Oct 2019 - 09:42
د بلخ کوچيان: ٩٠ سلنه څرځایونه مو غصب شوي دي
author avatar
22 Oct 2019 - 09:42

مزارشريف (پژواک، ۳۰ تله ۹۸): کوچيان وايي چې په بلخ کې يې لسګونه زره جريبه څرځایونه د سيمه ييزو زورواکو او قوماندانانو له خوا غصب شوي چې له امله يې د مالدارۍ کچه ٥٠ سلنه راټيټه شوې ده.

د بلخ ولايتي شورا هم د کوچيانو ياده ستونزه جدي بولي او تاييدوي چې په دغه ولايت کې د کوچيانو زيات څرځایونه غصب شوي او په کرنیزو ځمکو بدل شوي دي.

د بلخ د څوارلسو ولسواليو له ډلې په ۷ ولسواليو کې کوچيان مېشت دي چې د رسمي امارو له مخې يې شمېر څه باندې ۲۲زره کورنيو ته رسېږي.

دوی ډېر په مالدارۍ بوخت دي چې له همدې لارې خپلې اقتصادي چارې تنظيموي.

اوس د بلخ کوچيان وايي چې په دوی پورې اړوند لسګونه زره جريبه څرځایونه يې د سيمه ييزو زورواکو او قوماندانانو له خوا غصب شوي دي.

د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د کوچيانو سرخېل حاجي سيد جان پژواک ته وويل چې کوچیان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه، په وروستيو کلونو کې له يوې خوا وچکالۍ ځپلي او له بل پلوه يې مالچرونه له يوې مخې غصب شوي دي.

د هغه په خبره: ((زموږ ټول مالچرونه زورواکو نيولي، موږ نه وسله لرو او نه هم زور لرو چې بېرته يې ورنه واخلو، هغوی دغه څرځايونه غصب کړي او په زراعتي ځمکو يې بدل کړي دي.))

د نوموړي په وينا، د څرځایونو د غصب له امله د مالدارۍ په کچه کې هم پام وړ کموالی راغلی دی.

هغه د بېلګې په ډول وويل چې لس کاله وړاندې دوی شاوخوا ۷زره څاروي درلودل خو دمګړۍ دغه شمېر دوه زره څارويو ته راکښته شوی دی.

د کوچيانو دغه سرخېل زياتوي چې بار بار يې د خپلو ستونزو په تړاو مسوولو دولتي ادارو ته مراجعه کړې خو چا يې اواز نه دی اورېدلی.

هغه وايي که حکومت بېرته د دوی د څرځایونو په احيا کولو کې مرسته ونه کړي، نو د کوچيانو مالداري به په ټوليز ډول له منځه ولاړه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.