منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۷ غ.و
۷°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې ۶۷زره جریبه دولتي او شخصي ځمکه غصب شوې ده

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۶ کتنې

کندهار (پژواک، ۶ لړم ۹۸): په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۶۷زره جریبه دولتي او شخصي ځمکه غصب شوې چې د چارواکو په وینا، د یو شمېر لویو او کوچنیو پروژو د پلې کېدو مخه یې نیولې ده.

ډېرې دغه ځمکې په تېرو کلونو کې د زورواکو او چارواکو له خوا غصب شوې چې بیا یې پر بې وزلو پلورلې دي.

د کندهار ولایتي چارواکي وايي، د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه یې جدي کار پیل کړی او تر دې مهاله یې سلګونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې او لسګونه غاصبان یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېرې ځمکې د کندهار ښار په نهمه ناحیه او اتو ولسوالیو کې غصب شوي دي.

د کندهار ښار د ۹مې ناحیې یوه اوسېدونکي محب الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو څو لسیزو کې په دغه ساحه کې سلګونه جریبه ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې او بیا پر بې وسه او نادارو خلکو پلورل شوې ده.

هغه زیاته کړه، د تېرو څو کلونو په اوږدو کې خلکو له مجبورۍ او بې وسۍ دغه ځمکې اخیستي او د سرپناه لپاره یې ورباندې د خټو کورونه اباد کړي دي.

دی وايي: ((په دې سیمه کې هغو خلکو د ځانونو لپاره د خټو کورونه اباد کړي چې له کډوالۍ بیرته خپل وطن ته راستانه شوي او یا هم د کندهار له بېلابېلو ولسوالیو، هلمند او اروزګان څخه د جګړو له امله را کوچېدلي دي.))

خو نوموړی زیاتوي چې خلک په دې سیمه کې د اوسېدو لویه بیه ورکوي؛ ځکه ټول کورونه په بې پلانه جوړ شوي چې له امله یې سړکونو، د څښاک پاکو اوبو، پوهنې، روغتیا او نورو خدماتو ته لاسرسی نه لري.

دی یادونه کوي چې د کندهار ښار په ځینو برخو کې بیا زورواکانو هدیرې او نورې دولتي ځمکې هم غصب کړي چې ځانونو ته یې پرې دوکانونه، مارکېټونه او د ګټې وټې نور ځایونه اباد کړي دي.

 

د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي حیات خان بیا وايي چې په دې او نورو ولسوالی کې بیا زورورو تر ډېره کرنیزې ځمکې غصب کړي دي.

هغه زیاته کړه، په دې ولسوالۍ کې د ناامنیو او نورو ستونزو څخه په استفاده خلکو دولتي ځمکې په خپلو کرنیزو ځمکو راګډې کړي او حاصلات ورڅخه اخلي.

د ده په خبره، دغه کار تر ډېره هغو زورواکو کړی چې پر خپلو ځمکو کوکنار کري او غواړي په دې توګه ډېر حاصلات تر لاسه کړي.

په کندهار کې د ښار جوړولو ریاست رییس انجنیر حنیف پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولایت کې په زرګونو جریبه ځمکه غصب شوې چې ډېره برخه یې په کندهار ښار او ۸ ولسوالیو کې ده.

هغه زیاته کړه، د دغو ځمکو لږه اندازه زورواکو او ډېره اندازه غریبو خلکو د سرپناه جوړولو لپاره غصب کړې ده چې ټولټال ۶۷ زره جریبه ځمکه کېږي.

دی وايي، د کندهار د اتو ولسوالیو له جملې په ډنډ کې ۱۸۳۸، په دامان کې ۶۶۰، په ارغستان کې ۱۰۰۰، په سپین بولدک کې ۲۹۰، په تخته پل کې ۷۲۷، په پنجوايي کې ۵۳۲، په ارغنداب کې ۴۱، په ژیړۍ او میوند کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکې غصب او لاندې شوي دي.

نوموړي وویل، د ولایتي ادارې د هڅو په پایله کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې سلګونه جریبه ځمکه بیرته له غصب څخه خلاصې شوي چې ځینې یې د دولت له خوا په اجاره ورکړل شوي او ځینو د دولتي پروژو لپاره چمتو شوي دي.

د کندهار والي حیات الله حیات هم وايي چې په دې ولایت کې شاوخوا ۶۷ زره جریبه ځمکه د زورواکو، دولتي چارواکو او نورو له خوا غصب شوې چې د ډېرو لویو او کوچینو پروژو د پلي کېدو پر وړاندې خنډ دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د غصب د مخنیوي پر وړاندې یې جدي مبازره پیل کړې چې تر دې مهاله یې ۳۶۰۰ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې او ۲۸۰ تنه غاصبان یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

ده زیاته کړه، له غصب څخه خلاصې شوې ځمکې یې د مهمو پروژو د پلي کېدو لپاره چمتو کړي دي.

والي د بېلګې په توګه احمدشاه بابا هوايي ډګر ته مخامخ په دامان ولسوالۍ کې له غصب څخه د سلګونه جریبه ځمکې د خلاصون خبره وکړه چې زندان ورباندې جوړېږي.

دغه راز هغه یادونه وکړه چې په پنجوايي ولسوالۍ کې هم سلګونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې چې د کډوالو لپاره ورباندې ښارګوټی جوړېږي.

حیات په تېرو کلونو کې د دولتي ادارو ټنبلي او د خلکو غربت دغلته د ځمکو د غصب دوه مهم لاملونه یاد کړل.

ده وویل، دولتي ادارې هومره ټنبلې او د ضعیت مدیریت لرونکې وې چې نه دي توانېدلي له قانون سره سم خلکو ته د سرپناه ځمکه برابره کړي ځکه خو غریب خلک یا په خپله غصب او یا د غصب شوو ځمکو رانیولو ته مجبور شوي دي.

خو د ده په خبره، ولایتي اداره له غاصبانو د ځمکو خلاصولو ترڅنګ پلان لري د استوګنې ښارګوټي ډیزاین کړي څو خلک د سرپناه لپاره د خپلو کورونو خاوندان شي او غصب ته اړ نه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه