منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د اماني دورې د اثارو، خوړو او لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۷ لړم ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د اماني دورې د يو شمېر عکسونو، انځورګرۍ، لاسي صنايعو او خوراکي توکو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.

په دغه نندارتون کې چې د لړم په ۷مه د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې پرانيستل شو، موخه يې په دغه ولايت کې د ۱۴ ولايتونو د مسوولينو په ګډون د جوړ شوي علمي سيمينار ګډونوالو ته د ننګرهار صنعتي توکو ښودل دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، دغه نندارتون درې ورځې دوام کوي او درې برخې لري چې په يوه برخه کې به يې د اماني دورې اړوند د غازي امان الله خان، د هغه د کورنۍ د غړو، د هغه وخت د پرمختګونو انځورونه، دويمه برخه کې يې د ختيځې سيمې د انځورګرانو په لاس جوړ شوي انځورونه او تابلوګانې او درېيمه برخه کې يې لاسي صنايعې او خوراکي توکي نندارې ته وړاندي شوي دي.

د هغه په وينا، د نندارتون موخه کنفرانس ته راتلونکو کسانو ته د ختيځو ولايتونو د لاسي صنايعو او نورو توليداتو ښودل دي.

شريفه احمدزۍ چې په ننګرهار کې د غالۍ اوبدونکو ټولنې مشره ده وايي، دا ډول نندارتونونه کولی شي د ننګرهار د خلکو لاسي صنايعو ته ملي او نړيوال بازار پيدا کړي.

په دغه نندارتون کې د مېرمنو په لاس جوړې شوې جامې، د ننګرهار د سترسو حاصلات او پروسس شوي خوراکي توکي نندارې ته ايښي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور