کندهار (پژواک، ١٢ لړم ۹۸): په کندهار کې د برېښنا شرکت مسوولین وایي چې پر خلکو او دولتي ادارو يې د برېښنا د لګښت له درکه ۹۰۰ ميليونه افغانۍ پاتې دي.
د برېښنا شرکت رییس امان الله فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو پیسو ډېره برخه (۵۰۰ میلیونه افغانۍ) پر دولتي ادارو او (۴۰۰ میلیونه افغانۍ) پر افرادو او شخصي شرکتونو پاتې دي.
دی وايي، د اړوندې ادارې له هڅو سربېره ادارې او اشخاص نه دي توانېدلي چې دغه پیسې تادیه کړي.
د هغه په وينا، د برېښنا د لګښت نه ورکولو له امله په عایداتي او پرمختیايي برخه کې د برېښنا شرکت چارې له خنډ سره مخ شوې دي.
د ده په خبره، څومره چې د برېښنا کاروونکي د برېښنا د لګښت په تادیه کې چټک اقدام کوي هومره ژر خدمات پراخولای او برېښنا چمتو کولای شي.
نوموړي د برېښنا شرکت د پوروړو دولتي ادارو او افرادو نومونه وانخیستل خو ویې ویل، هغوی ته یې یوه میاشت وخت ورکړی چې د برېښنا شرکت پیسې تادیه کړي، که داسې و نه کړي نومونه یې به یې رسنیز کړي.
خو ده دا هم وویل چې په دې تړاو یې ۱۵ تنه عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي چې ډېری یې د شرکتونو مسوولين او عام افراد دي.
فاروقي وویل، په دې وروستیو کې یې دغه موضوع د ولایت مقام اداري غونډې ته هم وړاندې کړې ده او په دې برخه کې یې د ولایتي ادارې د مسوولینو همکاري غوښتې ده.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولایت مقام په اداري غونډه کې پرېکړه شوې چې د برېښنا شرکت پوروړو دولتي ادارو او افرادو ته مکتوبونه ولېږل شي او د برېښنا شرکت د پیسو د ورکړې په برخه کې اقدام وشي.
هغه زیاته کړه، د والي په مشرۍ په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه چې که ادارې او اشخاص تر یوې میاشتې د برېښنا شرکت پیسې ور نه کړي، نومونه به یې د رسنیو له لارې اعلان شي.
له دې سره په څنګ کې د برېښنا شرکت رییس په کندهار کې د برېښنا د اوسني وضعیت په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، په کجکي بند کې د اوبو د کچې د ټيتوالي سره د برېښنا په تولید کې هم کموالی راغلی دی.
فاروقي وویل، اوس مهال په کجکي بند کې د اوبو کچه ۵۱ متره ده او د برېښنا تولید له ۵۱ مېګاواټه څخه ۳۰ مېګاواټه ته را ټیټ شوی چې ۱۰ مېګاواټه یې په کجکي، زمینداور او موسی کلا ولسوالیو کې، ۳ مېګاواټه په سنګین او ۶،۵ مېګاواټه په لښکرګاه کې کارول کېږي او پاتې ۱۰،۵ مېګاواټه یې کندهار ته ورکول کېږي.
نوموړی، د برېښنا د تولید کچې ته په کتو له خلکو غواړي چې د برېښنا په کارولو کې سپما وکړي.
هغه دغه راز یادونه وکړه چې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال تر پایه به د یو شمېر پروژو له بشپړاوي سره د دې ولایت د برېښنا اړتیا ۸۰ سلنه پوره شي.
فاروقي وویل، له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د پایو او مزیو نصبولو چارې ۶۰ سلنه تر سره شوي او پاتې چارې په چټکۍ روانې دي.
هغه زیاته کړه، د برېښنا ددې پروژې تړون د افغانستان برېښنا شرکت په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د KEC نړیوالې هندي کمپنۍ سره لاسلیک کړی.
د ده په خبره،یاده پروژه له ۱۱۳ میلیونه ډالرو څخه ډېر لګښت لري چې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیایي ادارې/USAID له خوا د افغانستان دولت له لارې ورکول کېږي.
ده هیله وښودله چې دغه پروژه به د راتلونکي ۲۰۲۰ زېږدیزکال په ډسمبر میاشت کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
د ده په خبره، د برېښنا دا مهمه او لويه پراختیايي پروژه د غزني، زابل او کندهار ولایتونو (غزني ښار، قره باغ، مقر، شاجوی، کلات او کندهار ښار) له سل زرو ډېر پېرودونکي له برېښنا برخمن کوي.
د ده په خبره، دغه پروژه به د خلکو د اقتصاد پر پیاوړتیا، کرنیز سکټور او تولیداتو، پوهنې، فابریکو او د خلکو د ژوند د کچې په لوړېدو او ښه کېدو کې مثبتې اغېزې ولري.
دغه راز فاروقي یادونه وکړه چې په کجکي ولسوالۍ کې د برېښنا پر بند د دویم فېز عملي چارې پيل شوې چې په ترڅ کې به يې د څلورو توربينونو په نصبولو ۱۰۰ ميګاواټه برېښنا زیاته شي.
اوس مهال دغه بند د درېیو توربینونو په لرلو ۵۱ مېګاواټه برېښنا تولیدوي چې شاوخوا ۲۰ مېګاواټه یې کندهار ته ورکول کېږي.
د دغې پروژې په بشپړېدو به د دغه بند د برېښنا تولید ۱۵۱ته لوړ شي چې کندهار ته به هم ورڅخه برېښنا ورکړل شي.
دی وايي، په دې پروژه ۱۹۰ ميليونه امريکايې ډالره لګښت راځي.
نوموړي وویل، د کندهار لپاره د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د پلانټونو کارونه هم روان دي چې د ۱۵ مېګاواټه د تولید یو پلانټ څو میاشتې مخکې د ولسمشر له خوا پرانیستل شو.
هغه زیاته کړه، په دې لړ کې د ۱۵ مېګاواټه سولر برېښنا د پروژې چارې چې د ترکۍ ۷۷ کمپنۍ پر غاړه وې چې اوس عملا کار ورڅخه اخیستل کېږي.
خو ده یادونه وکړه چې د ۱۵ مېګاواټه برېښنا چارې چې د هندۍ ډایناسټي او ۱۰ مېګاواټه برېښنا چارې چې د زولارستان کمپنیو له خوا پر مخ وړل کېږي، چارې یې ډېرې ورو روانې دي.
دی وايي، پر اړوندو کمپنیو یې فشار راوړی څو کارونه چټک کړي.
د ده په خبره، د دغې پروژې له پرانیستو سره به د کندهار صنعتي پارک کافي برېښنا ولري او ډېرې بندې فابریکې به ورسره پرانیستل شي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یوازې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










