جلال اباد (پژواک، ۱۲ لړم ۹۸): لغمان کې د څه باندې پنځه څلوېښت میلیونه افغانیو په لګښت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې لپاره د نوې ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د لړم په ۱۲مه پژواک اژانس ته وويل چې د ودانۍ د بنسټ ډبره نن د والي، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د مسوولينو او نورو چارواکو له لوري کېښودل شوه.
هغه زياته کړه، د دې ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون لپاره ودانۍ د څه باندې پنځه څلوېښت میلیونه افغانیو په لګښت به په درېیو پوړونو کې د درې نیم جریبه ځمکې مساحت کې په یو نیم کال کې جوړه شي.
دولتزي وويل دغه ودانۍ ۲۵ خونې او نور ګڼ محلقات لري او په ټاکل شوي وخت به یې چارې بشپړې شي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون په استازولۍ نجیب الله امین وويل، د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د دې ولایت د ملکي ادارو مامورینو د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه، د کمپیوټري ازموینو مرکز او ګڼونورو اسانتياوو چارې هم پیل شي.
امین وایي، په تېرو دوو کلونو کې یې ۵۲ زره کسان د ازادو سیالیو له لارې مقرر کړي او نهایي هڅه یې همدا ده چې په خپلو ټولو پروسو کې قانون پلی او ولس ته هر وخت ځواب ورکوونکي واوسي.
بل لورته د لغمان والي محمد اصف ننګ پر پانګوالو غږ وکړ چې د پانګې اچونې لپاره ورته ټول سهولیتونه په پام کې نیول شوي او دوی کولای شي، له دغه فرصت څخه پوره ګټه پورته کړي.
نوموړي وویل، که د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون له مسوولینو سره همکاري وشي نو باور دی چې ښه اداره به رامنځته او د خلکو ستونزې به تر ډېره حل شوې وي.
د يادولو ده چې اوسمهال په دغه ولايت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره په يو کرايه کور کې خپلې چارې مخته وړي چې له ستونزو سره مخ دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










