فېروز کوه (پژواک، ۱۲ لړم ۹۸): يوه ۲۸ کلنه پولنډۍ مېرمن چې د غور په یوې لرې پرتې ولسوالۍ کې سلو ماشومانو ته وړیا د انګلیسي ژبې زده کړې ورکوي، وایي چې موخه یې له افغانستان څخه بهر لوړو زده کړو ته ددغې لرې پرتې سیمې د ماشومانو لاره موندل دي.
دا مېرمن مونیکا نومېږي او له یوه کال را هيسې د غور د لعل او سر جنګل ولسوالۍ د «رهنورد نور» په نوم یوه شخصي ښووونځي کې لسګونه ماشومانو ته د انګلیسي ژبې زده کړې ورکوي.
د لعل او سر جنګل ولسوالۍ له فېروزکوه ښار څخه شاوخوا ۱۵۰ کیلو متره لرې پرته ده.
له مونیکا سره د ځانګړې مرکې لپاره د پژواک خبریال، د لعل او سر جنګل ولسوالۍ ته سفر درلود او هغه وخت یې مرکه ورسره پیل کړه چې نوموړې د ماشومانو لپاره د درس ورکولو چتوالى نیوه.
مونیکا د پژواک د خبریال د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې چې ولې افغانستان ته راغلې؟ وویل: «زه له وړاندې لېواله وم څو دغه هېواد ته راشم؛ ځکه چې په خبرونو کې مې تل په دې هېواد کې د جنګ او وژلو په اړه اورېدل او ما غوښتل راشم څو له نږدې وګورم چې دلته رښتیا څه دي؟»
دغې مېرمنې چې پر سر یې دستمال او ښځينه چپن چې ټول وجود یې په کې پوښلی و، اغوستې وه؛ په داسې حال کې چې په انګلیسي ژبه یې خبرې کولې او په ځینو برخو کې یې يوڅه دري کلمي هم کارولې، پژواک ته وویل، مخکې له دې چې غور ته راشي، هڅه یې کړې وه څو معلومه کړي چې کوم ولایت کې کومه سیمه او کومه ولسوالي امنیت لري؛ خو چې له هر اړخ څخه وروسته پاتې او محرومه وي.
د هغې په خبره، هغه پلټنې چې په دې اړه یې ترسره کړې وې، ترلاسه یې کړه چې دغور ولایت لعل او سر جنګل ولسوالۍ امن ترینه ولسوالۍ ده؛ چې له هر اړخه وروسته پاتې او محرومه ده.
نوموړې په داسې حال کې چې په تبسم یې خبرې کولې،زیاته کړه: ((کله چې غور ته راغلم، د رهنورد شخصي لېسې له مدیر سره مخ شوم او له هغه مې وغوښتل چې په نوموړي ښوونځي کې راته زمینه برابره کړي څو ماشومانو ته د انګلسي ژبې درس ورکړم.))
په داسې حال کې چې د نوموړې پولنډۍ مېرمنې په څېره کې ددغه مسوولیت په مخته وړولو کې خوښي او رضایت له ورایه ښکارېده، په خندا یې وویل چې له نېکه مرغه د رهنورد نور د لېسې د مدیر له خوا یې غوښتنه ومنل شوه او خپلې موخې ته د رسېدو لپاره يې یو بل بریالی ګام یو کال وړاندې کېښود.
هغه ددې ترڅنګ چې په ياد ښوونځي کې د انګليسي ژبې تدريس کوي، د انګليسي ژبې يو ځانګړى ټولګى يې هم رامنځته کړى دى.
نوموړې زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې يې نږدې ۱۰۰ نجونو او هلکانو ته په ځانګړو ټولګیو کې چې خپله یې جوړ کړي وو، د انګلیسي ژبې زده کړې ورکړې دي.
نوموړې د خپلو خبرو په دوام د پژواک د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په دغه ولسوالۍ کې له خپل کار نه خوښه ده او کنه؟ وویل: «زه دلته راغلم څو ددغو خلکو لپاره کار وکړم، زه د انګلیسي ژبې یوه استاده یم. فکر مې وکړ چې یو ښه فرصت دی څو دلته وم او د افغانستان د یوې لرې پرتې ولسوالۍ د ماشومانو لپاره چې غواړي انګلیسي خبرې وکړي، درس ورکړم او د ډېر وخت لپاره همدلته پاتې شم.»
مونیکا خپلو شاګردانو ته چې ټول یې ښه اقتصادي وضعیت نه لري اشاره وکړه او زیاته یې کړه: «غواړم دا ماشومان انګلیسي زده کړي؛ ترڅو په راتلونکي کې د لوړو زده کړو لپاره له افغانستانه بهر لاړ شي او ښه شغل ولري.»
نوموړې تراوسه واده نه دی کړی، پژواک د هغې د شخصي ژوند په اړه هم پوښتنه وکړه؛ خو دغې پولنډۍ مېرمنې ونه غوښتل چې په دې اړه معلومات شریک کړي.
د مونیکا د اوسېدو لپاره د «رهنورد نور» ښوونځي په تعمیر کې ځانګړی اتاق ورکړل شوی چې د ژوند له لومړنیو امکاناتو څخه برخمن دی.
هغې خپل اتاق چې هلته شپې او ورځې تېروي، د پژواک خبریال ته ور وښود او ويې ویل: «خپل هوسا اروپایي ژوند مې شاته پرېښود او له تېر یوه کال راهیسې په دغه ولسوالۍ کې د ماشومانو لپاره په وړیا زده کړو بوخته شوم؛ ځکه چې یوه لرې پرته ولسوالي ده. حقیقت دادی چې غواړم له سیمه ییزو خلکو سره ژوند وکړم او له هغوی سره یوشان وم ، ترڅو دغو خلکو او ماشومانو ته يې خدمت وکړم .»
په هغه خونه کې چې دغه مېرمن په کې شپې او ورځې تېروي، فرش او عادي توشکې په کې هوار شوي او په هغه ځای کې چې د ځان لپاره خواړه چمتو کوي، یوازې یو ګازي منقل، چای جوش، دیګ او څو قابونه او کاسې لیدل کېدې.
ددغه ښوونځي زده کوونکو له مونیکا څخه مننه وکړه او غواړي دا مېرمن تر ډېرې مودې په دغه ولسوالۍ کې پاتې شي.
د رهنورد ښوونځي د شپږم ټولګي یوه زده کوونکي عزیزالله کاتب زاده وویل: «زه د مونیکا له شاګردانو یوتن یم، شپږ میاشتې کېږي چې موږ ته انګلیسي را زده کوي؛ له ژبې یې ډېره ښه انګلیسي زده کوو.»
ددغه ښوونخي یوه بل زده کوونکي صبغت الله هم وویل: «مونیکا یوه ډېره فعاله استاده ده. یوه ډېره لایقه استاده. موږ له مونیکا ډېره مننه کوو چې زیار یې ایستلی او له پولنډ نه دلته راغلې؛ څو موږ ته انګلیسي درس راکړي او انګلیسي رازده کړي.»
د رهنورد نور ښوونځي بنسټګر او د غور د پوهنې رییس، د مونیکا دغه کار ستایي او وایي چې ددغې مېرمنې موخه د يادې ولسوالۍ محرومو خلکو ته خدمت دی.
د رهنوردنور شخصي ښوونځي بنسټګر عزیزالله مهدي پژواک ته وویل، داپولنډۍ مېرمن په دغه ښوونځي کې زده کوونکوته وړیا د انګلیسي ژبې درس وکوي.
د هغه په خبره، مونیکا د انګلیسي ژبې ځانګړي ټولګي هم جوړ کړي او موخه یې یوازې ددغې ولسوالۍ محرومو خلکو ته خدمت کول دي.
نوموړي وویل، هغه زده کوونکي چې له تېره یوه کال راهيسې له مونیکا سره د انګلیسي ژبې په زده کړه بوخت دي، اوس مهال په انګلیسي ژبه ډېرې ښې خبرې کوي.
د غور د پوهنې رییس احمد صابر نوري هم وویل، خوښ دی چې یوه بهرنۍ مېرمن دغې ولسوالۍ ته راغلې او د ماشومانو د روزنې په موخه زده کړې ورکوي.
نوموړي په داسې حال کې چې د یادې مېرمنې کار یې له نږدې څارلی، زیاته کړه چې ددغې مېرمنې موخه په يادې ولسوالۍ کې ماشومانو او زده کوونکو ته خدمت کول دي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو په اساس، د غور په لعل او سر جنګ ولسوالۍ کې ۷۳ ښوونځي فعال دی چې نږدې ۲۶ زره زده کوونکي لري.
د لعل او سر جنګل ولسوالۍ، له اته سوه کلیو جوړه شوې او نفوس یې له ۲۵۰ زره کسانو ډېر اټکل شوی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










