منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۵ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ژورنالېزم له پوهنځي یو فارغ ځوان په مزارشريف کې جوار پلوري

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۷۳ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۳ لړم ۹۸): د بلخ يو اوسېدونکی چې د کندهار پوهنتون د ژورنالېزم له پوهنځي فارغ شوی، د بېکارۍ له امله اوس په مزارشريف ښار کې پر کراچۍ جوار پلوري.

سيد عمر د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې څلور مياشتې وړاندې د کندهار له پوهنتونه فارغ شوی دی.

نوموړی د اته کسيزې کورنۍ سرپرست دی چې پلار يې د زړه ناروغي لري او دمګړۍ په پېښور کې تر درملنې لاندې دی.

سيد عمر په مزارشريف ښار کې د پژواک له خبريال سره د زړه خواله کړي او ويلي يې دي چې په تېرو څه باندې درېیو مياشتو کې يې د وظيفې موندلو لپاره ډېرې دروازې وټکولې خو په خبره يې چې چا کار ورنه کړ.

هغه زياته کړه، د لوړو زده کړو پر مهال يې دا فکر نه کاوه چې له فراغت وروسته به لاسي کراچۍ چلوي او جوار به خرڅوي.

سيد عمر په داسې حال کې چې په چپ لاس يې د تندي خوله پاکوله او په ښې لاس يې جوار پخوال پژواک ته وويل: ((په کور کلي کې خلک هر ډول خبرې راپسې کوي چې دغه هلک ۱۶ کاله زده کړې وکړې، پلار يې پرې لګښت وکړ، خو اخر کې راغی او د جوارو رېړۍ ته ودرېد.))

نوموړي زياته کړه چې له خپل اوسني کاره ډېر راضي نه دی خو باور لري چې له سختو ورځو وروسته به اساني هم پرې راځي.

هغه وايي چې د دولتي او خصوصي دندې موندلو لپاره يې ډېره هڅه وکړه خو چې پيدا نه شوه نو مجبور شو چې کراچۍ واخلي او جوار خرڅ کړي.

سيد عمر وويل چې ګاونډيانو به يې پلار ته د پيغور په ډول ويل چې په زوی دې لګښت وکړ او پوهنتون دې پرې ولوست خو اوس رېړۍ چلوي.

نوموړي په موسکو شونډو وويل چې پلار ته مې قناعت او د ښه راتلونکي په پار مې ډاډه ورکړ.

له پوهنتونه دغه فارغ شوی ځوان وايي چې د اته کسيزې کورنۍ سرپرست دی او په خبره يې چې پلار يې د زړه ناروغي لري او دمګړۍ په پېښور کې تر درملنې لاندې دی.

سيد عمر وايي چې د پوهنتون په درسونو کې تکړه و او د کدر په درجه فارغ شوی دی.

هغه زياته کړه چې د اقتصادي ستونزو له امله يې لا هم خپل ډيپلوم نه دی ترلاسه کړی.

دغه ځوان په دولتي ادارو کې د رشوت له اخيستو او واسطه بازۍ هم شکايت لري او وايي، هغو کسانو ته ښې وظيفې پيدا کېږي چې زياتې پيسې او يا هم قوي واسطه لري.

د هغه په خبره، حتی د معلمانو بستونه هم چې اعلانېږي؛ نو وار له مخه په هغو کسانو خرڅېږي چې پيسې ولري.

نوموړي په مايوسانه انداز وويل: ((هر څوک راته وايي چې خدای مهربان دی خو هېچا راته ونه ويل چې راسه دغه ځای کې دنده ده چې در ويې سپارو.))

نوموړی وايي چې په پوهنتون کې به د زده کړو پر مهال د اقتصادي ستونزو او موټر کرايې نه درلودو له امله د دوو سمسترونو منځ کې رخصتۍ پر مهال هم کور ته نشو تلای.

سيد عمر زياته کړه چې يو شمېر کسانو د ورانکاره فعاليتونو ترسره کولو وړانديزونه هم ورته کړی خو ويې وويل چې په ژوند به هم پر غلطو لارو لاړ نه شي.

د هغه په وينا، هڅه به يې دا وي چې د خپلې کورنۍ د نورو غړو مصارف برابر کړي او پر هغوی باندې زده کړې و کړي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې په ادارو کې د فساد او رشوت شتون پای ته ورسوي او همدا راز ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه