مزارشريف (پژواک، ۱۶لړم ۹۸): په شمال زون کې د کوچيانو سراسري شورا، د بلخ د کوچيانو رياست او د بلخ ولايتي شورا په مزارشريف کې د کوچيانو لپاره د ځانګړي شوي ښارګوټي د ژر تر ژره پرانيستل کېدو غوښتنه کوي.
دوی وايي چې په ۱۳۸۹ لمريز کال کې افغان حکومت د مزارشريف ښار سوېل ختيځ لور ته په پنځه زره جريبه ځمکه د ښارګوټي جوړېدو حکم کړی و.
د دوی په خبره، د ياد ښارګوټي ټول قانوني مراحل بشپړ شوي خو لا هم د بلخ ولايت مقام له خوا کوچيانو ته نه توزېع کېږي.
خو د بلخ ولايت مقام وايي چې د کوچيانو لپاره د ځانګړي ښارګوټي پر ځمه باندې بل کس د ملکيت دعوا کړې او اسناد يې هم وړاندې کړي.
په شمال زون کې د کوچيانو سراسري شورا مشر سيد محمد حريق د لړم په ۱۶مه پژواک ته وويل چې د مزارشريف جنوب ختيځ لور ته نهه کاله وړاندې د هغو کوچيانو لپاره پنځه زره جريبه ځمکه ځانګړې او تثبيت شوه چې خپل مالونه يې د بېلابېلو افاتو په پايله کې له لاسه ورکړي وو.
نوموړي زياته کړه چې د وخت افغان حکومت حکم کړی و چې ياد ښارګوټی دې هر څومره ژر چې کېږي، کوچيانو ته توزېع شي.
د حريق په خبره، کلونه وړاندې د ياد ښارګوټي ټول قانوني مراحل بشپړ شوي دي.
هغه که څه هم د چا نوم نه اخلي خو وايي چې په لوی لاس د دغه ښارګوټي د پرانيستل کېدو مخنيوی کېږي.
هغه زياتوي چې څو ځلي يې په بلخ کې اړوند مسوولو ادارو ته مراجعه کړې او د ياد ښارګوټي د پرانيستل کېدو او رهايشي نومرو د توزېع غوښتنه یې کړې خو په وينا يې چې غږ يې نه دی اورېدل شوی.
په شمال کې د کوچيانو سراسري شورا رييس وايي چې که دغه ښارګوټی ژر تر ژره افتتاح نه شي، نو کوچيان به په سترو لاريونونو لاس پورې کړي.
حريق پر بلخ ولايت مقام نيوکه کوي چې د ياد ښارګوټي د نه پرانيستل کېدو لپاره قناعت ورکوونکی دليل نه لري.
نوموړي له مرکزي حکومته هم غوښتنه وکړه چې د خپلو فرامينو او احکامو د تطبيق برخه کې دې جدي و اوسي او په مزار کې دې د کوچيانو ښارګوټی پرانيزي.
د بلخ ولايتي شورا هم وايي چې په مزارشريف کې د کوچيانو لپاره د ښارګوټي جوړېدو په تړاو پخواني ولسمشر حامد کرزي فوق العاده حکم کړی و.
د ولايتي شورا منشي مېرمن طاهره حقجو په خپلو خبرو کې وايي چې د وخت د حکومت له حکم وروسته بلخ ولايت مقام د ياد ښارګوټي د توزېع لپاره د يو شمېر دولتي ادارو مشترک پلاوی وټاکه.
د مېرمن حقجو په وينا، کله چې پلاوی کوچيانو ته د ځمکو د توزېع لپاره سيمې ته ولاړ، نو يو شمېر کسانو دعوه وکړه چې د حکومت له خوا کوچيانو ته ځانګړې شوې ځمکې د دوی دي او اسناد يې هم لري.
د هغې په خبره، تر اوسه مشخصه نه ده چې د ياد ښارګوټي د یوې برخې ځمکې په تړاو د خلکو د ملکيت اسناد څه ډول دي.
نوموړې زياته کړه چې په تېرو اتو يا نهو کلونو کې تر اوسه دغه جنجال نه دی حل شوی.
د بلخ ولايتي شورا منشي پژواک ته وويل چې حکومت بايد حق حقدار ته وسپاري او په خبره يې چې کوچيانو ته يې د ښارګوټي جوړېدو حکم کړی؛ نو بايد اوس يې عملي کړي.
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی او د کوچيانو سرخېل حاجي رحيم له پژواک سره خبرو کې له حکومته وغوښتل چې له دوی سره ژمنه شوی ښارګوټی توزېع کړي.
هغه زياته کړه چې د څرځايونو او غصب او نا امنيو له امله يې مالداري له نيمايي ډېره راکمه شوې ده.
د هغه په وينا، ډېر داسې کوچيان شته چې ټوله مالداري يې د وچکالۍ، څرځایونو د غصب او نا امنيو له امله له منځه تللې او په خبره يې چې اوس د سرپناه موندلو ته حيران دي.
د کوچيانو دغه سرخېل وويل: ((موږ هم د دې وطن خلک يو، حکومت ښارګوټی راکړی، ټولې قانوني چارې يې هم بشپړې شوې دي؛ نو بايد ووېشل شي.))
په بلخ کې د کوچيانو چارو د سمون ادارې رييس انجنير فاروق عبيدي وايي چې د کوچيانو لپاره د ښارګوټي جوړېدو لومړنی حکم په ۱۳۸۹ لمريز کې شوی و او د ځمکې له تثبيت او ځانګړې کولو وروسته په ۱۳۹۶ کې يې د توزيع کولو دويم حکم هم صادر شو.
د عبيدي په خبره، اوس چې کوم شخص د ياد ښارګوتي د ځینې ځمکو د اسناد لرلو دعوه کړې، نو وار له مخه په دې تړاو ټاکل شوي حکومتي پلاوي د هغه شخص اسناد ناسم او غير قانوني بللي دي.
نوموړي زياته کړه، په وروستيو کې د بلخ والي لع خوا د ولايت مقام د مالي او اداري مرستيال شجاع الدين شجاع په مشرۍ يو پلاوی ګومارل شوی چې د کوچيانو د ښارګوټي موضوع به څېړي او پايلې به يې د ولايت له مقام سره شريکوي.
د بلخ د کوچيانو چارو رييس وايي چې د دې موضوع په تړاو بايد بلخ ولايت مقام جدي اقدامات وکړي.
د هغه په وينا، په بلخ کې کوچيانو ته د ښارګوټي جوړېدو په تړاو د ولسمشر څلور حکمونه صادر شوي چې د بلخ سيمه ييزه اداره يې پر نافذولو مکلفه ده.
انجنير عبيدي وويل چې د ولسمشر د احکامو د تطبيق په برخه کې بايد هېڅ ډول ناغېړي ونه شي.
نوموړي زياته کړه چې کوچيان هم د افغانستان وګړي دي او حق لري څو د استوګنې لپاره کورونه ولري.
په ورته وخت کې د بلخ ولايت مقام وايي چې د کوچيانو لپاره ځانګړي شوي ښارګوټي باندې کوم شخص د ملکيت دعوا کړې او اسناد يې هم وړاندې کړي دي.
د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد پژواک ته وويل چې ياد ښارګوټی د مزارښار جنوب ختيځ لور ته په ګوريمار سيمه کې د کوچيانو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا منظور شوی او د تثبيت چارې يې هم پای ته رسېدلې وې.
هغه زياته کړه چې وروسته ځينو اشخاصو اسناد وړاندې کړل چې ياده سيمه يې شخصي ملکيت دی.
فرهاد زياتوي چې اوس د بلخ اراضي رياست کار کوي څو معلومه کړي چې يادې ځمکې دولتي دي او که نه د اشخاصو ملکيت دي.
د فرهاد په وينا، د اراضي رياست له معلوماتو وروسته به دوی د کوچيانو د ښارګوټي د توزيع په برخه کې اقدام وکړي.
کوچيان له مرکزي حکومته غوښتنه کوي چې په بلخ کې د دوی لپاره د منظور شوي ښارګوټي د رهايشي نومرو د توزېع چارې دې ژر تر ژره پيل کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









