منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل- جلال اباد دويم سړک اړوند د خلکو د ځمکو موضوع لا هم نه ده هواره شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۰ لړم ۹۸): د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ خلک وايي، د کابل- جلال اباد دويم لين سړک لپاره ځمکې، کورونه او دوکانونه تخريب شوي خو له تېرو پنځو کلونو راهيسې یې استملاکي چارې ترسره شوې نه دي.

دوی وايي، يوازې د سره رود ولسوالۍ ۱۲۵۰ کورنۍ دغه سړک متضرره کړي خو تر اوسه ورته دولت هېڅ پيسې په بدل کې نه دي ورکړې.

د ځايي اوسېدونکو په وينا، معلومات يې ترلاسه کړي چې ماليې وزارت بودجه منظور کړې، ترانسپورټ وزارت ته يې انتقال کړې، خو ياد وزارت له دوی سره په دې برخه کې همکاري نه کوي.

د کابل- جلال اباد دويم سړک چې د جلال اباد له ښاره پيلېږي او د ننګرهار څلور ولسوالۍ (سره رود، خوږياڼي، شېرزاد او حصارک) په بر کې نيسي، ها خوا لوګر ولايت ته اوړي او له کابل سره نښلېږي.

د دغه سړک پلنوالی ۱۱ متره پلان شوی، ټول حريم يې ۳۰ متره دی، دواړو خواوو ته ۳ متره شولډر هم لري او شاوخوا ١۵٠ کیلومتره اوږدوالى لري، په ټولیزه توګه ١۶٠ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي، چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.

د لارې په اوږدو کې د سړک دواړو غاړو ته د خلکو شخصي ځمکې، کورونه او دوکانونه تخريب شوي چې حکومت ورسره د استملاک او پيسو د ورکړې ژمنه کړې خو تر اوسه همکاري نه ده شوې.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ يو قومي مشر محمد انور اکرام وايي، د دوی ۱۲۵۰ متضررين له تېرو پنځو کلونو راهيسې د خپل حق غوښتنه کوي خو څوک يې نه ورکوي.

هغه پژواک ته وويل: ((د دغو خلکو کورونه، دوکانونه او ځمکې تخريب شوې، هم ورسره د ځمکو د بديل او استعملاک ژمنه شوې او هم د تخريب د زيان د ورکړې، خو پيسې يې نه ورکول کېږي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ماليې وزارت د دغو ځمکو د استعملاک په موخه ۲۵۰ ميليونه افغانۍ منظور کړې او ترانسپورټ وزارت ته یې انتقال کړې خو دغه وزارت ورته تر اوسه پيسې نه دي تحويل کړې.

حاجي خواجه چې په دغه سړک کې يې لس بسوې ځمکه، دوکانونه او کور تخريب شوی، وايي هم يې له اړوندې ځمکې او دوکانونو د عايد مخه ونيول شوه او هم يې په تېرو څلورو کلونو کې بديل پيسې نه دي ترلاسه کړې.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړی اجمل عمر هم ياده ستونزه تايدوي او وايي، په سره رود کې د استملاک د موضوع نه حل د دې لامل شوی چې د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې سيمې خلک په خپلو ځمکو کې د سړک تېرېدو اجازه نه ورکوي.

دی وایي: ((دوی د فواید عامې رياست مسوولينو ته وايي چې تاسو د سره رود خلکو ته لا استملاک نه دی ورکړی؛ نو موږ ته به يې کله راکوئ، اوس ترې سيمه ييز ضمانتي غواړي که بيا کومه ستونزه رامنځته کېږي چې هغه يې ځواب ووايي.))

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم له پژواک سره خبرو کې دغه ستونزه ومنله خو ټينګار يې وکړ چې د ترانسپورټ وزير د يادې ستونزې د حل ډاډ ورکړی دی.

د خوږياڼي په خبره، دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ترانسپورټ له وزير يما ياري سره دغه ستونزه شريکه کړه او هغه ډاډ ورکړی چې د استملاک چارې يې وروستۍ کړې دي.

د ياد سړک چارې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې پيل شوې او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۷ کال په اپرېل مياشت کې پای ته ورسېږي خو لا يې هم کارونه نه دي بشپړ شوي.

د ننګرهار د ټولګټو چارو رييس انجینر حامد ضياء د معلوماتو له مخې، د دغه سړک لومړۍ برخه چې د سره رود ولسوالۍ له دوه سړکې پيل او د خوږياڼو ولسوالۍ تر مملې سيمې ده، ۹۰ سلنه بشپړه شوې او ډېر ژر به د پاتې نور سړک کارونه هم پيل شي.

هغه پژواک ته وويل، پاتې سړک په څلورو برخو وېشل شوی او هره برخه به يې د تدارکاتو کمېسيون له لارې په جلا قرارداد ورکول کېږي چې کارونه يې چټک ترسره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه