منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د ننګرهار په اوو ولسواليو کې د ۶۶ جوماتونو جوړېدو چارې دې چټکې شي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د ننګرهار د حج او اوقافو رياست مسوولين وايي، د ولسمشر په امر د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د ۶۶ جوماتونو جوړېدو چارې له ټاکلې مودې سره سم نه دي بشپړې شوې او د خلکو نيوکې يې راپارولې دي.

د دغه رياست مسوولين زیاتوي، د جوماتونو جوړولو لپاره دوه مياشتې وخت ورکړل شوی و، خو دا چې کارونه يې اوس نه دي بشپړ شوي، نو د سيمو خلک دوی ته شکايتونه کوي.

دغه جوماتونه د ولسمشر د لارښوونې له مخې د شينوارو په شپږو او کوټ ولسواليو کې د جګړو له امله د زيانمن شوو سيمو اوسېدونکو لپاره جوړېږي.

خو د ننګرهار د کليو پراختيا رياست وايي، د ځينو ستونزو له امله يې کارونه ځنډېدلي وو چې اوس يې د ۲۴ هغو کارونه پيل شوي دي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي محمد داوود مجاهد د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال ولسمشر شينوارو ته د سفر پر مهال د دغو شپږو او کوټ ولسواليو له خلکو سره ژمنه کړې وه چې په جګړو کې ړنګ شوي ۶۶ بابه جوماتونه به يې بېرته ورغول شي.

دی زياتوي، د يادو جوماتونو د جوړېدو چارې د کليو پراختيا رياست په چوکاټ کې د ولسي تړون برنامې له لارې مخې ته وړل کېدې خو دغه کارونه تر اوسه نه دي خلاص شوي او ځينو ځايونو کې خو لا پیل شوي هم نه دي.

هغه زياته کړه: ((دا مسجدونه د ننګرهار د شينوارو په شپږو ولسواليو چې هسکه مېنه، اچين، نازيان، دوربابا، غني خېل او سپين غر دي او کوټ ولسوالۍ کې جوړېږي. د ځينو کارونه پيل شوي، خو ډېر سست دي، بايد چټک شي، دوه مياشتې ډېر وخت دی، خو دوی کارونه خلاص نه کړل.))

بلخوا د ننګرهار د کليو پراختيا رييس وايي، د يو شمېر اداري، ټولنيزو او مالياتي ستونزو له امله د دغو جوماتونو د جوړېدو چارې له ځنډ سره مخ شوې وې چې اوس يې د ۲۴ هغو کارونه پيل شوي دي.

انجنير مجيب الرحمن ضياء د ننګرهار د کليو پراختيا رييس پژواک ته وويل، د يادو جوماتونو د جوړېدو چارې د ولسي تړون شوراګانې مخې ته وړي چې يادو شوراګانو ته د پيسو د ناوخته انتقال، د شوراګانو خپلمنځي اختلافاتو، د ځمکې ستونزې او ځينو نورو مسايلو له امله يې کارونه له ځنډ سره مخ شوي.

دی زياتوي، ځيني جوماتونه ځکه ځنډېدلي چې اوقافو رياست يې يوازې د ترميم پلان ورکړی، خو هغه بشپړې رغونې ته اړتيا لري، ځيني لا هم داسې سيمو کې دي چې يا په کې نا امني ده او يا هم د ماينونو خطر موجود دی.

د انجنير ضياء د معلوماتو له مخې، د دغو ټولو ستونزو با وجود هم د ۲۴ جوماتونو د جوړېدو کارونه پيل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

دی ډاډ ورکوي، هڅې يې ګړندۍ کړې چې د پاتې جوماتونو جوړېدو پر وړاندې خنډونه هم د ولايتي ادارې په همکارۍ له منځه يوسي او د جوماتونو د جوړېدو کار بشپړ کړي.

د شينوارو ځايي اوسېدونکي او قومي مشران هم د دغو جوماتونو او په اړه يې د ولسمشر د ژمنې د ژر عملي کېدو غوښتنه کوي.

قومي مخور رڼا ګل شينواری وايي، ولسمشر دا ژمنه د شينوارو د قربانۍ په مقابل کې کړې خو اوس يې ټيټ پوړي چارواکي نه عملي کوي.

د يادولو ده، ولسمشر شاوخوا يو کال وړاندې د ننګرهار غني خېلو (شينوارو) ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دغو شپږو ولسواليو ترڅنګ د کوټ ولسوالۍ خلکو سره چې د داعش پر وړاندې جګړه کې يې کورونه، ښوونځي، جوماتونه او نور عامه تاسيسات ړنګ شوي د بيا جوړولو ژمنه وکړه.

نوموړي د کليو پراختيا وزارت ته سپارښتنه کړې وه چې د جوماتونو د بيارغونې لپاره عاجل اقدام دې وکړي چې اوسمهال دغه پروسه ډيره ځنډنۍ پيل شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه