ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ښاروالي په دغه ښار کې دوه سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ جوړوي

د غزني ښاروالي په دغه ښار کې دوه سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ جوړوي

author avatar
17 Nov 2019 - 16:00
د غزني ښاروالي په دغه ښار کې دوه سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ جوړوي
author avatar
17 Nov 2019 - 16:00

غزني ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٨): په غزني کې د سل ميليونه افغانيو په لګښت د دوو سوداګريزو او استوګنيزو ودانيو د جوړېدو چارې پيل شوې.

د غزني والي وحيدالله کليمزي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه دوه سوداګريزې او استوګنيزې ودانۍ د غزني ښار په علي لالا سيمه کې د ښاروالۍ له لوري جوړېږي.

ده وويل چې هره ودانۍ په شپږو پوړونو کې د يوه کال په موده کې جوړېږي چې ټولټال به پرې سل ميليونه افغانۍ ولګول شي.

د والي د معلوماتو له مخې، دغه دوه ودانۍ پر ١٦ بسوې ځمکه جوړېږي چې په زير زمينې او لومړيو پوړونو کې به يې هټۍ، دويمو پوړونو کې به يې لوى لوى سالونونه او پاتې نورو پوړونو کې به يې د استوګنې عصري کورونه وي.

دغه راز په دې غونډه کې د غزني ښاروال مختاراحمد ملک يار وويل چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به دوى هر کال ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي.

هغه وايي: ((په تدارکاتي کارونو کې يې لږ ځنډ راغی نو موږ اوس کوښښ کوو چې غير ساختماني کارونه يې خلاص کړو او په پسرلي کې به يې ساختماني کارونه شروع کړو.))

بل لور ته د غزني ښار اوسېدونکي ذبيح الله پژواک ته وويل چې حکومت بايد د علي لالا سيمې ترڅنګ په نورو ځايونو کې هم ورته ودانۍ جوړې کړي.

ده زياته کړه: ((په ډېرو نورو ځايونو کې هم دولتي ځمکې غصب شوې دي، دولت يې بايد وګرځوي او دغه شان ودانۍ په کې جوړې کړي.))

د نوموړي په وينا، د دغه شان ودانيو په جوړېدو سره به د ښار ښکلا هم څو برابره زياته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.