منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۷ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يونسېف: د جګړې ښکېلې خواوې دې د ماشومانو حقونه نه تر پښو لاندې کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۸ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۹ لړم ۹۸): په شمال زون کې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ يا يونسېف اداره وايي چې د جګړې ښکېلې خواوې دې د ماشومانو حقونه نه تر پښو لاندې کوي.

دغه اداره دغه راز له افغان حکومته غوښتنه کوي چې له ښوونځي محرومو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي.

په شمال او شمال ختيځ زون کې د يونسېف ادارې مشر احمد د لړم په ۲۹مه په مزارشريف کې د ماشوم ورځې په نمانځنه کې وويل چې ياده اداره له افغان حکومت سره مرسته کوي چې ماشومانو ته په ښوونځيو او روغتيايي برخو کې اسانتياوې رامنځته کړي.

احمد زياته کړه چې لا هم د افغانستان په جګړو کې زياته برخه ماشومان قرباني کېږي.

نوموړي له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د جګړې پر مهال دې د ماشومانو حقونه نه تر پښو لاندې کوي.

د هغه په خبره، حکومت بايد هغو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي چې د بېلابېلو دلايلو له امله ښه ښوونځي څخه پاتې وي.

د يونسېف ادارې مشر زياتوي چې په ټول افغانستان کې له درې ميليونه څخه زيات ماشومان له زده کړو بې برخې دي چې په خبره يې يوه برخه يې په شمالي ولايتونو کې دي.

نوموړي همدا راز وويل چې د ښوونځيو ترڅنګ ماشومانو ته بايد په لرو پرتو سيمو کې ماشومانو روغتيايي اسانتیاوې هم برابر شي.

د هغه غوښتنه دا ده چې د جګړې ښکېل اړخونه بايد د ماشومانو حقوق خوندي کړي.

په ورته مهال د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي چې په دغه ولايت کې زيات شمېر ماشومانو د کورني اقتصادي ستونزې له امله پر درنو کارونو بوخت دي.

د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالمتين متين پژواک ته وويل، د دوی د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په مزارشريف ښار کې ۱۰۶۶ ماشومان د سړک غاړې پر درنو کارونو او ګدايګرۍ بوخت دي.

هغه زياتوي چې د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رياست هڅه کوي څو د يو شمېر خيريه بنسټونو په مرسته د يادو ماشومانو له ډلې له ځینو سره چې ډېر مستحق دي، ژمنۍ مرستې وکړي.

متين زياته کړه چې اوس مهال شاوخوا ۶۰۰ ماشومان د دې ادارې تر پوښښ لاندې دي او مرستې ورسره کوي.

د جګړو له امله د کورنيو بېځايه کېدل او داخلي مهاجرتونه د دې سبب شوي چې ډېر ماشومان په مزار ښار کې د سړک غاړې درنو کارونو ته مخه کړي.

نوموړي اعتراف وکړ چې د مزار ښار د ټولو بېوزله او پر درنو کارونو له بوختو ماشومانو سره د مرستې توانايي نه لري.

په ورته مهال د بلخ د اقتصاد رييس جنت ګل شرافت وايي چې د يونسېف په ګډون يو شمېر بهرنۍ خيريه ادارې بايد په هغو برخو کې له ماشومانو سره مرسته وکړي چې د حکومتي ادارو له خوا ورته په ګوته کېږي.

نوموړی زياتوي چې په دغه پروګرام کې هڅه کوي څو په ۲۰۲۰ زېږديز کال کې له ماشومانو سره د مرستې په برخه کې مشترک پلان هم جوړ شي.

ښاغلی شرافت وايي چې د ماشومانو په ژوند کې د اسانتياوو رامنځته کېدو په برخه کې د يونسېف ادارې هڅې د ستايلو وړ دي.

د مزارشريف اوسېدونکې او د لسم ټولګي زده کوونکې تمنا وايي چې په محيط کې يې د ماشومانو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

هغه زياتوي چې په مزارشريف ښار او د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د جګړو او جرايمو له امله ګڼ ماشومان زيانمن شوي دي.

دغه ماشومه هم له وسله والو طالبانو او حکومته غواړي چې د جګړې په ډګر کې د ملکي خلکو ژوند، په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند خونديتوب ته ډېره پاملرنه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه