کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۹۸): د ملي دفاع وزارت سرپرست، سربېره پردې چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به د ټاکنو له امله هېڅ ډول تاوتریخوالي ته اجازه ور نه کړي، وویل: «هېڅ کله به داسې سوله ونه کړو چې په هېواد کې د یوې بلې جګړې لامل شي.»
نن په کابل کې د نظامي مېرمنو په ګډون «د سولې او امنیت په اړه د نظامي مېرمنو درې ورځني کنفرانس» تر نامه لاندې ناسته، ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د سولې او ټاکنو په اړه څرګندونې وکړې.
سوله
د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ د سولې نهه پړاوه خبرې، څه موده وړاندې د امریکا د ولسمشر له خوا ودرول شوې؛ خو په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې د طالبانو د درېیو زندانیانو له تبادلې وروسته، د سولې لپاره هېلې بیا ډېرې شوې او هڅې روانې دي چې د سولې لپاره د افغان حکومت د استازو، طالبانو او سیاسیونو ترمنځ په چین کې ناسته جوړه شي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست، د سولې بهیر ته په اشاره ووبل: «ډاډه اوسئ، هره سوله چې راځي، تطبیق او مالکیت یې په تاسو پورې اړه لري، تاسو به د سولې بقا وئ، هېڅوک او هېڅ قوت پرموږ هغه څه نه شي تحمیلولی چې د خلکو د غوښتنو مطابق نه وي.»
نوموړي زیاته کړه چې سوله خپل شرایط لري او ټولې ازادۍ چې په تېرو دوو لسیزو کې په ملکي او نظامي برخو کې ترلاسه شوي، باید وساتل شي.
خالد زیاته کړه: «وړاندې هم اوازې موجودې وې او دښمن په لجاجت او غرور، د امیتي ځواک په اړه څرګندونې کولې، په هېڅ قوت اجازه نه ورکوو چې امنیتي ځواک له منځه یوسي، یوځل مو دا تېروتنه وکړه، بیاځل نه تکراریږي.»
ده وویل: «هېڅ کله به داسې سوله ونه کړو چې په هېواد کې د یوې بلې جګړې لامل شي.»
هغه زیاته کړه چې دولت د لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار کوي، نه د څوکۍ او قدرت په ساتلو.
ټاکنې
په نننۍ ناسته کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د تلې د شپږمې ټاکنو د ورځې په اړه هم څرګندونې وکړې.
هغه وویل چې د هېواد امنیتي ځواکونو، په ټاکنو کې بې طرفانه عمل کړی دی.
نوموړي زیاته کړه: «ډاډه یم چې سیاسیون ددې وړتیا لري، څو ټاکنې بحران ته لاړې نه شي، امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېڅ داسې تاوتریخوالي اجازه چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي؛ نه ورکوي، تاوتریخوالی په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی.»
د هغه په خبره، د هېواد امنیتي ځواکونه اوس مهال د هر ډول تاوتریخوالي مخه نیولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړي مرستیال او د ثبات او همپالنې ټېم مخکښ غړي جنرال عبدالرشید دوستم، په هغه ناسته کې چې نوموړي د لړم په ۲۸مه د جوزجان په مرکز شبرغان کې د ولسي جرګې له غړو سره درلوده، امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړ چې د خلکو پروړاندې باید له تاوتریخوالي کار وانخلي.
دوستم ویلي:"د کندوز ولایت پېښه چې د امنیتي ځواکونو د منسوبینو له خوا څوتنه هېوادوال په کې ووژل شول توجیه نه لري او که چېرته امنیتي ځواکونه بیا داسې عمل وکړي، په مرمۍ یې ولم."
یوشمېر رسنیو داسې وېډیوګانې خپرې کړې دي چې د پولیسو ځواکونه، د کندوز د ټاکنو کمېسیون ته څېرمه، په لاریون کوونکو چې د رایو د شمېرنې مخالف وو، اوبه شیندي او هوایي ډزې هم کوي.
د ثبات او همپالنې ټېم رییس عبدالله عبدالله ادعا وکړه چې د کندوز پولیسو، د نوموړي پر پلویانو ډزې کړې او په پایله کې یې د ټاکنیز ټېم یو ناظر وژل شوی.
خو د پژواک موندنې ښیي چې د کندوز ولایت ټاکنو کمېسیون ته څېرمه وژل شوی کس، د ثبات او همپالنې ټېم ناظر نه و، بلکې یو نوی ځوان و چې په هېڅ ټاکنیز ټېم پورې اړوند نه و.
یو شمېر نورو ټاکنیز ټکټونو هم ویلي چې د ټاکنو پایلې نه مني؛ د هغوی په خبره په ټاکنو کې درغلي شوې. په ولسمشریزو ټاکنو کې خلکو د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون ۱۳ نوماندانوته رایې ورکړې.
د ټاکنو اعلان یوځل د تلې له ۲۷مې، د لړم ۲۳مې ته وځنډېد؛ خو د لړم په ۲۳مه هم اعلان نه شوې او معلومه نه ده چې څه وخت به اعلان شي. ټاکنو خپلواک کمېسیون په ۲۳ ولایتونو کې د رایو شمېرنه په يوشمېر محلونو کې پای ته رسولې او ټاکل شوې چې په درېیو نورو ولایتونو کې هم ترسره شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










