منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۷ غ.م
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې د نجونو له کتابتون سره د سلګونو ټوکه کتابونو مرسته وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۳ لېندۍ ۹۸): په خوست کې له مطالعې سره د نجونو د اشنا کېدو او د هغوی د تعليمي کچې لوړولو په موخه د بي بي حليمي د نجونو لېسې له زده کوونکو سره د سلګونه ټوکه کتابونو مرسته وشوه.

د کتابونو دا ټولګه چې په دغه ولايت د فکري سمون ټولنيز بنسټ له خوا يادو نجونو زده کوونکو ته په اختيار کې ورکړل شول چې سياسي، حقوقي، ديني، ساينسي او نورې بېلابېلې برخې لري.

د دغه ټولنیز بنسټ مشر سليمان بشرمل پژواک خبري اژانس ته وويل هڅه يې دا ده چې له دې لارې د نجونو د تعليمي سويې په لوړولو کې مرسته وکړي.

دی وايي: ((د بېلابېلو نهادونو په مرسته مو نن ۱۲ سوه کتابونه د نجونو بي بي حليمې ليسې ته وسپارل. دا چې خويندې د دوديزو محدوديتونو له امله ښار ته د کتابونو رانيولو ته نشي تللی، نو دلته مو ورته بېلابېل کتابونه راوړل، څو ګټه ترې واخلي.))

هغه وويل، پلان لري دا لړۍ راتلونکي کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د نجونو نورو ښوونځيو ته هم وغځوي.

ورته مهال د بي بي حليمې د نجونو لېسې مديره زيور جانه احمدي که څه هم د نجونو د تعليمي کچې په لوړاوي کې دا مهم ګام بولي، خو وايي، اړتيا ده نورې ټولنې هم دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه زياتوي: ((په دې کې مختلف علمي کتابونه دي، چې شاګردان کولی شي له هغو استفاده وکړي او د دوی علمي سطحه لوړه شي. دلته مختلفې ټولنې دي، که هره ټولنه داسې احساس پيدا کړي او کتابونه لېسو ته ورکړي، دا به نېک اقدام وي.))

د عاطفې په نوم د نجونو د يادې لېسې د نهم ټولګي يوې زده کوونکې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا به ورسره د معلوماتو په زياتولو کې ډېره مرسته وکړي.

نوموړې وويل، کومه زده کړه او معلومات چې دوی يې له دغو کتابونو ترلاسه کوي، کولی شي له نورو هغو نجونو سره يې هم شريک کړي چې دا ډول ځايونو ته لاسرسی نه لري.

عاطفې زياته کړه: ((کتابونه زموږ په ژوند کې ډېر مهم دي، يانې له کتاب پرته انسان معلومات لاسته نه شي راوړلی. که چېرې کتاب نه وی، نو موږ به خپل رسمي سندونه او نومونه چاته نه شوای انتقالولی.))

دا مهال زياتره زده کوونکي او د پوهنتون محصلين د اړوند مسلک اضافي معلوماتو پيدا کولو په موخه اړ دي، په ښار کې په پيسو کتابونه واخلي چې ډېر يې وس نه لري.

مدني فعال او د نظر خاوند فريدالله قربان د دې ستونزې د حل په موخه په علمي او اکاډميکو ځايونو کې د کتابتونونو جوړول ډېر مهم بولي.

هغه پژواک ته وويل: ((يوه ستونزه چې دلته ډېره محسوسېږي هغه دا ده چې زموږ د نصاب کتابونه ډېر محدود معلومات لري، بله ستونزه دا وي چې وخت ناوخت دوی کتابونه په وخت نه رسيږي، نو د څيړنو او اضافي معلوماتو لپاره کتابتون يو ډېر بهترين ځای دی.))

د معلومات له مخې، دا مهال د دغه ولايت په ډېرو کمو ښوونځيو کې زده کوونکو ته کتابتونونه جوړ شوي، خو د پوهنې رياست چارواکي وايي، پلان لري اړتيا ته په کتو په ټولو ښوونځيو کې د زده کوونکو د علمي کچې لوړولو په خاطر معياري کتابتونونه جوړ کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه