کابل (پژواک، ۳ لیندۍ ۹۸): په کابل کې یو شمېر دیني عالمانو د ملي عوایدو د لوړوالي په موخه له خلکو وغوښتل چې په خپل وخت حکومت ته مالیه ورکړي.
دغه څرګندونې د کابل شاوخوا ۱۵۰ دیني عالمانو د لیندۍ په درېيمه د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
په دغه غونډه کې ديني عالم مفتي عبدالشکور شاکري وویل چې حکومتونو ته د مالیې ورکول د حضرت محمد (ص )له وخته را پاتې دي او د حکومت د پايښت لپاره باید خلک مالیه ورکړي.
شاکري وايي: ((حکومت ته مالیه ورکول يو حتمي کار دى چې بايد خلک يې ورکړي.))
ده وویل، که غواړئ چې هېواد مو په پښو ودرېږي او د نورو هېوادونو له مرستو خلاص شي، نو باید په خپل وخت سره حکومت ته مالیه ورکړل شي.
ده زیاته کړه: ((که کله د حاکم له خوا د امت د مصلحت لپاره مالیه غوښتل کیږي په رعیت هم فرض او واجب دی چې مالیه ورکړي.))
نوموړي ټينګار وکړ چې حکومت دې ټوله کړې ماليه په هغو ځايونو کې ولګوي چې خلک ورته اړتيا لري.
په یاده غونډه کې د شېرشاه سوري جومات خطیب عزیزالله مفلح هم حکومت ته د ماليې پر ورکولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې حکومت بايد د بډو اخيستو مخه ونيسي.
ده وويل چې د بډو اخيستل د ماليې ټولولو سيستم ته زيان رسوي، نو بايد د حکومت ټول لوړپوړي مامورين او نور د بډو له اخيستو څخه ډډه وکړي.
مفلح وايي، کوم کسان چې ماليه نه ورکوي حکومت يې بايد له قانون سره سم مجازات کړي.
په دې غونډه کې يو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې او له خلکو يې وغوښتل چې ماليې وزارت ته پر خپل وخت ماليه ورکړي.
يادو ديني عالمانو د دې غونډې په پاى کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ چې په يوه برخه کې يې ټينګار شوى چې حکومت بايد د ماليې د ټولولو پروسه په شفافه توګه ترسره کړي.
په پرېکړه ليک کې راغلي چې حکومت بايد ټولو او په تېره بيا د مالياتو، داخلي عوايدو او ګمرکونو په برخه کې بډو اخيستونکو چارواکو او بډو ورکوونکو اشخاصو ته علني سزا ورکړي.
همدراز په دغه پرېکړه ليک کې زياته شوې چې حکومت بايد د مالياتو په بېرته لګولو کې د زينتي او غير اړينو شيانو له اخيستو څخه ډډه وکړي او پر خپلو هېوادوالو دې زړه وسوځوي.
د يادونې ده چې د لومړي ځل لپاره ديني عالمان حکومت ته د ماليې پر ورکړې ټېنګار کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










