منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پاکستان ته د څارویو قاچاق د څارویو د بیو لوړېدو او کمښت لامل شوی

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

کندهار (پژواک، ۳ لېندۍ ۹۸): د کندهار اوسېدونکي وايي، پاکستان ته د څارویو دوامداره قاچاق لامل شوی چې په دغه ولايت کې څاروي کم او بیې یې لوړې شي.

هغوی د دې چارې د مخنیوي غوښتنه کوي او اندېښنه ښيي چې په ناقانونه توګه د څارویو لېږد او قاچاق مالدارۍ ته زیان اړولای شي.

د کندهار ښار د ښکارپور دروازې یوه اوسېدونکي احمدشاه پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ساحه کې د څارویو د پېر او پلور تر ټولو لوی ګنج دی چې هره ورڅ د کندهار د ولسوالیو ترڅنګ له فراه، هلمند، اروزګان، زابل او غزني څخه له څارویو بار لسګونه موټر راځي.

دی وايي، اکثره دغه څاروي همدلته د ځینو خلکو له خوا پېرل کېږي او په ناقانونه توګه پاکستان ته قاچاق کېږي چې هېڅوک یې هم مخنیوی نه کوي.

ده زیاته کړه: ((تر ډېره یو کلن څاروي (پسونه او وزې) پاکستان ته قاچاق کېږي او د ډېر عمر څاروي همدلته پلورل کېږي.))

د ده په خبره، د څارویو دغه قاچاق له ډېره وخته روان دی چې د څارویو شمېر ورسره کم شوی او بیه یې هم لوړې شوې دي.

احمد شاه غوښتنه کوي چې حکومت دې یا د څارویو د قاچاق مخنیوی وکړي او یا دې دغه لېږد قانوني کړي؛ ځکه خو اوس بې له کوم ټکس او مالیې روان دي.

د همدې سیمې یوه بل اوسېدونکي حاجي عبدالوهاب پژواک اژانس ته وویل، د څارویو قاچاق له یوې خوا د پسونو او وزو بیه لوړه کړې او له بلې خوا یې د نسل ورکېدو وېره پيدا شوې ده.

دی زیاتوي، هره ورځ لسګونه موټر څاروي د سپين بولدک له لارې پاکستان ته ځي چې پولیس یې نه یوازې مخنیوی نه کوي، بلکې په بدل کې یې له قاچاق کوونکو پیسې اخلي.

د ده د معلوماتو له مخې، پولیس له هر موټر څخه له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانۍ اخلي او بیا د تګ اجازه ورکوي.

عبدالوهاب وايي چې د افغانستان حکومت د یوه حکم له لارې ګاونډیو هېوادونو ته د څارویو وړل منع اعلان کړی خو بیا هم یو شمېر کسان دا کار کوي.

د ده په خبره، دغه کار د پسونو بیه لوړه کړې ده، پخوا چې به یوه د منځنۍ کچې پسه ۸ یا ۱۰ زره

افغانۍ بیه لرله اوس ۱۰ یا ۱۵ زره افغانۍ بیه لري.

د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر انجنیر محمدالله نوري هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې له ډېرې مودې راهیسې پاکستان ته د څارویو قاچاق روان دی.

دی وايي، د خپل مسوولیت له مخې یې په وار وار دغه موضوع د کندهار ولایت، ولایتي شورا او امنیتي ارګانونو سره شریکه کړې خو اوسه یې د مخنیوي لپاره اقدام نه دی کړی.

نوري زیاتوي: ((هغه شمېرې چې دوی په لاس راوړي، له کندهاره هره ورځ له ۳ زره زیات څاروي (پسونه او وزې) پاکستان ته قاچاق کېږي.))

دی هم وايي چې له دې سره له یوې خوا د پسونو بیه لوړه شوې او له بلې خوا یې د هغو د نسل د ورکېدو وېره پيدا کړې ده.

د ده په وینا، دغه چاره په ټوله کې د افغانستان د مالدارۍ برخې ته لوی زیان اړوي.

هغه زیاتوي، پولیس د دې پر ځای چې د پسونو د قاچاق مخنیوی وکړي، د لارې په اوږدو کې له هر موټره زر افغانۍ اخلي او د تګ اجازه ورکوي.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وايي: ((موږ دا نه ردوو چې څاروي دې پاکستان ته نه قاچاق کېږي، موږ یې د مخنیوي لپاره په وار وار د ولایتي ادارې له لارې امنیتي ارګانونو ته مکتبوبونه لېږلي دي.))

دی زیاتوي، په قانوني توګه ګمرک او نورې اړوندې ادارې د دغه کار اجازه نه ورکوي خو دغه کار پر قاچاقي لارو کېږي.

د ده په خبره، د دومره لویې پولې ساتنه او کنټرول سخت کار دی چې نه یوازې له دې خوا ځینې توکي پاکستان ته قاچاق کېږي، بلکې له هغې خوا هم ځینې توکي افغانستان ته په قاچاقي توګه راځي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، په دې اړه دوی ته هم شکایتونه رسېدلي او په اړه یې قانوني اقدام کوي.

خو هغه دا ادعاوې ردوي چې ګواکې د څارویو په قاچاق کې پولیس لاس لري او په بدل کې یې له هغوی پیسې اخلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد