منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د ۴۹ ميليونه افغانيو په لګښت ځينې پروژې بشپړې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو کې د ۴۹ ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې رغنيزې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

په دغو رغنيزو چارو کې د کانالونو، سړکونو، ويالو، پلچکونو او کوڅو جوړول شامل دي.

د جلال اباد ښاروال روح الامين حسن وايي،  د ښار اړوند اتمې ناحيې په مربوطاتو کې د څه باندې ۳۱ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ويالو، پلچکونو او کوڅو جوړونې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

هغه وويل، پر يادو پروژو د پنځه ويشت سلنه ولسي ونډې په اخيستو سره څه باندې ۳۱ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې د ۶ مياشتو په موده کې يې چارې ترسره شوي دي .

د ښاروال د معلوماتو له مخې، له یادو پروژو به ۱۱زره او ۷۰ کورنۍ په مستقيم ډول او زرګونه نور خلک به ترې په غير مستقيم ډول ګټه پورته کړي.

‏د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د کانال ریاست له لوري د اسیایي پراختیایي بانک په اتلس میلیونه افغانیو مالي لګښت په سره رود، بهسودو، بټي کوټ، غني خېلو او مومندرې ولسوالیو کې د اوبو لګولو ۱۱ فرعي کانالونه له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .

د دغه ولایت د کانال رييس پروېز علي وایي، یاد کانالونه په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي چې په ټولیزه توګه اته زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوی او همدارنګه له دغو کانالونو څخه ۳۵ زره کسان په مستقیم او زرګونه نور کسان په غیري مستقیم ډول ډول ګټه اخلي .

نوموړی زیاتوي، د یادو کانالونو له جوړېدو سره د اوبو د تنظیم او وېش او د اوبو د ضایعاتو مخه ونیول شوه چې د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېروالي لامل هم کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه