منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۷ غ.م
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

راتلونکي کال ته د باچاخان پوهنتون لپاره ۱۵۰ کادري او اداري پرسونل استخدامېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

خوست ښار (پژواک، ١٤ لېندۍ ۹۸): که څه هم په خوست کې د باچا خان په نوم د نوي نړيوال پوهنتون د ځمکې مسئله لا نه ده هواره شوې، ولسمشر اشرف غني د يوه حکم په صادرولو سره د دغه پوهنتون لپاره د څلورو پوهنځيو او د ۱۳ تحصيلي څانګو د جوړېدو منظوري ورکړې ده.

د خوست د ولايتي ادارې د معلوماتو له مخې، د دغه حکم پر اساس به د راتلونکي ۱۳۹۹ کال په لومړيو کې دغه نړيوال پوهنتون ته ۱۵۰ کادري او اداري پرسونل هم استخدام شي.

خو تقريباً يوه مياشت وړاندې د چارو د ادارې مرستيال او د ياد پوهنتون د جوړولو لپاره د جوړ شوي کمېسيون غړي بشرمل پژواک ته په خپلو خبرو کې ويلي وو چې د باچاخان نړیوال پوهنتون به ۳۵ پوهنځي او ۱۲۵ تحصيلي څانګې ولري.

د خوست والي محمد حليم فدايي پژواک خبري اژانس ته وويل، ولسمشر د دغه پوهنتون د څلورو پوهنځيو منظوري ورکړې چې ۱۳ تحصيلي څانګې به ولري.

نوموړي زياته کړه، د دغه نړيوال د جوړېدو لپاره د خوست مرکز اړوند د صحرا باغ په سيمه کې شاوخوا درې زره جريبه ځمکه هم ټاکل شوې او هيله من دی چې ډېر ژر به يې عملي کار پيل شي.

ده زياته کړه: ((انشاالله دغه کار به پيليږي، اما دا معنا نه لري، د کار له پيل سره به دا يو يا دوه کاله بلکې، دا يو اوږدمهاله ستراتيژيکه علمي او د لوړو زده کړو پروژه ده چې طبيعي ده، وخت نيسي، اما مهمه خبره دا ده چې افغان حکومت اوس دا منظور کړه چې دا بايد جوړ شي.))

په همدې حال کې د ماليې وزارت سرپرست او د زېربنا‌ء په چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکتر محمد همايون قيومي په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د باچا خان نړيوال پوهنتون لپاره د ټاکل شوې ځمکې په مخکې پرتې ستونزې د سيمې د خلکو په مرسته حل شوې دي.

هغه همدا راز ويلي، دغه پوهنتون چې د ۱۴ پوهنځيو او د سلو تحصيلي څانګو درلودونکی به وي، په بشپړ ډول خپلواک او تدريسي کيفيت به يې په نړيوالو معيارونو برابر وي.

د ماليې وزارت سرپرست همدا راز ويلي چې د باچا خان پوهنتون بايد خپلواک وي او تدريسي چارې يې په نړيوالو معيارونو برابرې وي او څارنه يې وشي.

د خوست اوسېدونکی ليکوال او ژورنالېست زاهد شاه انګار وايي چې د ولسمشر دغه اقدام په دغه ولايت د باچا خان پوهنتون د جوړېدو طرحه په رښتيا بدله کړه.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((په دې کې ټولو دولتي چارواکو هلې ځلې کړې دي، په تېره ولسمشر چې دغه حکم يې لاسليک کړی دی، يا به په راتلونکي کې د مستقلې ادارې په توګه د دغه حکم امضا کوي، نو د دغه پوهنتون د ايجاد په برخه کې دا مهمه ده چې پوهنتون جوړ شي، دا مهمه نه ده چې څوک يې جوړوي.))

پر دې سربېره د خوست يو شمېر اوسېدونکي بيا دغه کار ته د شک په سترګه ګوري او وايي، هيله نه لري چې په نږدې راتلونکي کې دې د باچا خان پوهنتون طرحه عملي بڼه خپله کړي.

د روح الله په نوم د دغه ولايت يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، له تېرو څلورو کلونو راهيسي په خوست کې د باچا خان پوهنتون د جوړېدو خبره کېږي، خو تر اوسه هېڅ هم نه تر سترګو کېږي.

هغه وايي: ((څو څو وارې د باچا خان پوهنتون د بنسټ ډبرې اېښودو وخت وټاکل شو، خو هغه دقيق وخت يې تر اوسه نه را ورسېد؛ يانې خلک مايوسه شوي دي؛ ځکه دا خبره يو وار راپورته شي او بېرته ورکه شي.))

د مسوولينو په خبره، د دغه پوهنتون د محصلینو او استادانو د جذب شرایط به په نړیوالو شرايطو برابر وي، محصیلین او استادان به پر افغاني هويت محدود نه وي، له نورو هېوادونو به هم زده کړیالان په دغه پوهنتون کې روزل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه