لښکرګاه (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۸): د هلمند په پوهنتون کې دوه پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د درېیو نورو پروژو چارې چې د ودانیو جوړول او نوري فایبر په کې شاملېږي، پیل شوې.
د هلکانو د لیلیې او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د تدریسي بلاک ودانۍ او نوري فایبر هغه پروژې دي چې د بنسټ ډبرې یې کېښودل شوې، دغه راز په یاد پوهنتون کې دوه نورې ودانۍ چې د لابراتواري توکو او د نجونو لیلیې لپاره جوړې شوې دي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دې اړه نن (د لېندۍ ۱۵مه) په هلمند کې مراسم نیول شوي وو چې په کې د لوړو زده کړو وزیر عبدالتواب بالاکرزي او د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو وزیر یادو مراسمو ته په خپلو خبرو کې وویل چې دغه ولایت به یو ځل بیا د علم په ډګر کې وځلېږي او د زده کړو لپاره به ورته ټولې اسانتیاوې رامنځته کړي څو دغلته لوړې زده کړې په اساسي ډول او پرته له کومې ستونزې مخې ته ولاړې شي.
بالاکرزي زیاته کړه چې د هلکانو یاده لیلیه د ۱۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه جوړېږي او د ۴۰۰۰زره کسانو د اوسېدو وړتیا به ولري.
دغه راز هغه وویل چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تدریسي بلاک د هند په مالي ملاتړ او د HICDP پروګرام په چوکاټ کې د څه باندې ۶۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو کلونو په موده کې جوړېږي.
د یادونې ده، د ادبیاتو پوهنځي د دې ودانۍ د بنسټ ډبره نن د لوړو زده کړو وزارت د وزیر او د هلمند والي له لوري کېښودل شوه.
وزیر همدارنګه د نوري فایبر پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې د دې پروژې ټول لګښت ۱۳۳۰۰۰۰ افغانۍ کېږي او په دوو میاشتو کې به بشپړه شي.
بلخوا په یاد پوهنتون کې دوه نورې پروژې د لابراتواري توکو او د نجونو لیلیې لپاره ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوړو زده کړو وزیر وویل چې د لابراتواري توکو لپاره ودانۍ د شپږو میاشتو په موده کې د لوړو زده کړو وزارت د پرمختیايي پروګرام (HEDP) او مالیې وزارت له خوا د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
هغه دغه راز زیاته کړه چې د نجونو لیلیې ودانۍ د دوو کلونو په موده کې د څه کم ۴۰ میليونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هغه په خبره چې د یادې پروژې لګښت هم د لوړو زده کړو وزارت د پرمختیايي پروګرام له خوا ورکړل شوی دی.
نوموړي وویل چې د نجونو د طعام خورۍ، د ښوونې او روزنې پوهنځي د تدریسي بلاک او د انجینري پوهنځي تدریسي بلاک کارونه هم تر ډېره بشپړ شوي او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
بالاکرزي یادونه وکړه چې د هلمند پوهنتون لپاره د ټولو یادو پروژو ترڅنګ د دوو نورو پروژو چې د تدریسي او اداري بلاکونو جوړول دي، لومړني کارونه پیل شوي او په نوي کال کې به یې چارې رسماً پیل شي.
د لوړو زده کړو د وزیر په خبره چې په دغه ولایت کې به د نجونو د زده کړو لپاره ځانګړې پاملرنه وشي؛ ځکه په ټولنه کې ورته ډېره اړتیا ده چې مېرمني هم دندې ولري او نورو نجونو ته ښوونیز خدمات ورسوي.
دغه راز د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان د لوړو زده کړو له وزیره وغوښتل چې دغه پوهنتون ته پاملرنه ډېره کړي.
والي د خپلو خبرو په دوام د لوړو زده کړو له وزارته مننه وکړه چې هلمند پوهنتون ته يې دوه نور پوهنځي هم منظور کړل.
بلخوا د لوړو زده کړو وزیر او د هلمند والي په دې برخه کې د جمهوري ریاست د ملي چارو د پرمختګ ادارې، ګڼو نورو وزارتونو او په ځانګړې توګه د هند له همکاریو مننه وکړه.
دغه لومړی ځل دی چې د لوړو زده کړو وزیر هلمند ولایت ته سفر کوي او دغلته پروژې ګټې اخیستنې ته سپاري او پرانیسته یې کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










