ترينکوټ (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٨): په اروزګان ولايت کې د ٢٦ ميليونه افغانيو په لګښت د دارالمعلمين د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د اروزګان والي اسدالله سعيد وايي چې دا تدريسي ودانۍ د ځانګړې شوې ۳۰ جريبه ځمکې په ساحه کې د يوه کال په موده کې جوړېږي.
هغه زياته کړه، که څه هم دا ودانۍ له ترینکوټ ښاره لرې جوړېږي خو د امینت لپاره به يې په سيمه کې ځواکونه ځای پر ځای شي.
د اروزګان د دارالمعلمين مشر شاه ولي روښان پژواک ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې خپلې ادارې او تدريسي چارې د يوه ښوونځي په ودانۍ کې مخې ته وړلې.
د نوموړي په وينا، د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به يې ستونزې هوارې او په کارونو کې به يې پرمختګونه وشي.
هغه وايي چې پر دې ودانۍ ٢٦ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د حکومت له بودجې ورکول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن