کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٨): د خواف ـ هرات ریل پټلۍ څلورمې برخې د لومړي فاز جوړولو تړون لاسلیک شو.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړون د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې رئیس یما شمس او د قزاقستان INKON KZ کمپنۍ مسوولینو ترمنځ لاسلیک شو.
سرچينه زياتوي، د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د څلورمې برخې لومړی فاز ۴۳ کیلومتره اوږدوالی لري او د هرات غوریان، زنده جان او انجیل ولسوالیو څخه تېرېږي. دغه پروژه چې په ۱۶ میاشتو کې به پای ته ورسېږي،له ۵۸.۵ میلیون ډالرو څخه زیات لګښت پرې راځي چې د افغانستان حکومت له لوري ورکول کيږي.
سرچينه کاږي، د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د ۲۲۵ کیلومتره په مجموعي اوږدوالي په ۴ برخو کې د ایران او افغانستان ترمنځ جوړېږي. د دې پروژې دوه لومړنۍ برخې د ۷۶ کیلومترو په اوږدوالي د ایران له خواف تر شمتیغ سرحد پورې وړاندې جوړه شوې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې او د درېیمې برخې کار د افغانستان په خاوره کې د ۶۲ کیلومترو په اوږدوالي له شمتیغ سرحد څخه تر غوریان ولسوالۍ پورې ۹۵ سلنه بشپړ شوی دی.