ژبه

د جاپان حکومت ناکامورا ته دولتي مډال او ستاينليک ورکوي

کابل (پژواک، ٢ مرغومى ٩٨): د جاپان حکومت په افغانستان کې وژل شوي ډاکتر، ناکامورا ته د دولتي  مډال او ستاينليک ورکولو اعلان کړى دى.

ډاکټر ناکامورا تېره مياشت د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله ولاو له خوا د هغه له پنځو افغان همکارانو سره یوځای ووژل شو.

هغې موسسې چې د ناکامورا په مشرۍ یې په ننګرهار ولايت کې فعالیت کاوه، د لسګونه ميليونه ډالرو په لګښت د بيارغونې پروژې پلې کړې چې ډېرى يې د اوبو او کرنې په برخه کې دي.

جاپانۍ رسنيو د مرغومي په ٢مه خبر ورکړى، د دغه هېواد حکومت ډاکټر ناکامورا ته د يوه مډال د ډالۍ کولو پرېکړې ده.

سرچينې د جاپاني حکومت د کابينې د منشي يوشي هيډ سوګا په حواله ليکلي چې ناکامورا ته به (ختونکي لمر) په نامه مډال ورکول کېږي.

سوګا زياته کړې چې دغه راز د جاپان لومړي وزير شينزو ابي به د راتلونکې جمعې په ورځ په افغانستان کې د پرمختيايي کارونو له امله يوه ستاينليک هم ورکوي.

جاپاني رسنيو ويلي، ياد مډال په نړيوالو اړيکو او برخو کې د جاپان څلورم لوى او مهم مډال دى.

د يادونې ده، د افغانستان حکومت هم تېر کال د ناکامورا د خدمتونو په اعتراف او درناوي ورته افتخاري تابعيت ورکړى و.

login or register a new account.