منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار د درېیو ولسوالیو مسوولینو د بیارغونې پروژو غوښتنه وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۷ مرغومی ۹۸): د ننګرهار د اچين، سپين غر او دور بابا ولسوالان وايي، په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو او ولسي پاڅونونو په پايله کې د دغو ولسواليو امنيت ښه شوی خو د جګړو پر مهال ړنګ شوي کورونه او نور عامه ځايونه بيارغونې ته اړتيا لري.

په دې ولسواليو کې سپين غر څلور مياشتې وړاندې رسمي شوه چې تر اوسه په کې هېڅ رغنيز کار نه دی ترسره شوی، خو اچين او دور بابا بيا هغه ولسوالۍ دي چې د ۲۳۴ ميليونه افغانيو په لګښت په کې ګڼې رغنيزې چارې روانې دي.

ولسوالانو دا څرګندونې د مرغومي په ۷مه د ننګرهار د رسنيو په دفتر کې د يو خبري کنفرانس پر مهال وکړې.

د اچين ولسوال عاشق الله سادات وويل چې ياده ولسوالۍ اوسمهال له داعش او طالب وسله والو په بشپړ ډول پاکه شوې ده.

نوموړي وويل چې په دې ولسوالۍ کې سږ کال د شاوخوا څلور پنځوس ميليونه افغانيو په لګښت د پاکو اوبو، استنادي دېوالونو، سړکونو، شنو خونو، ښوونځيو، سربندونو جوړولو او يو شمېر نورو برخو کې پروژې تطبيق شوې او يو شمېر نورې تر کار لاندې دي.

هغه زیاته کړه چې په دې ولسوالۍ د لسو جوماتونو او ديارلس ښوونځيو جوړولو چارې پيل شوې او همدا راز د جګړو پر مهال د شاوخوا دوه زره يو سل اتيا تخريب شوو کورونو سروې شوې چې بيارغونې ته اړتيا لري.

د اچين ولسوال له يادې ولسوالۍ د بېځايه شوو کورنيو په بېرته انتقال او په بېلابېلو برخو کې د اړينو پروژو تطبيق غوښتنې وکړې.

د اچين ښاروال نويد شينواري وویل چې سږ کال يې اته سوه پنځوس زره افغانۍ عوايد ترلاسه کړي وو چې د دې ولسوالۍ مرکزي او کهي بازارونو کې يې د سولري برېښنا پر مټ د اوبو شبکې جوړې کړې دي.

د دوربابا ولسوال شېرشاه حسيني وويل چې په ياده ولسوالۍ کې د ۱۸۰ ميليونه افغانيو په لګښت د روغتيا، پوهنې، کرنې، پاکو اوبو ته د لاسرسي او ګڼ شمېر نورو برخو کې لسګونه پروژې ترسره شوې او يو شمېر نورې تر کار لاندې دي.

نوموړي وويل چې په ياده ولسوالۍ کې کرنيزه ځمکه کمه ده، خلک يې غريب دي چې د کرنې رياست له لوري له څلورنيم سوه کورنيو سره د نهه زره هګيو چرګانو مرسته شوې او د نورو مرستو غوښتنه يې وکړه.

هغه په ياده ولسوالۍ کې د بشپړ امنيت ډاډ څرګند کړ او د دوربابا عمومي سړک جوړېدو، پاکو اوبو ته د لاسرسي، پنځوس بستريز روغتون جوړيدو، کرنې، روغتيا، ښوونې او روزنې او يو شمېر نورو برخو کې د انکشافي چارو تر سره کېدو غوښتنې وکړې.

د سپين غر ولسوال قاسم خان وویل چې ياده ولسوالۍ څلور مياشتې کېږي چې رسمي شوې ده او له مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې تشکيل او انکشاف ته يې ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي په یاده ولسوالۍ کې د يو شمېر سړکونو، پلونو، استنادي دېوالونو، سربندونو، ښوونځيو، کلينيکونو او نورو جوړېدو په برخه کې وړانديزونه کړي او له سکتوري ادارو يې غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې هم خپل خدمات پيل کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه