ژبه

د مزار- شبرغان لويې لارې اته پوليس وژل شوي

مزارشريف (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۸): په بلخ کې د طالبانو برید له امله د مزار- شبرغان لویې لارې شپږ سرتېري او دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د بلخ امنيه قوماندان اجمل فايض د مرغومي په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يوه ډله وسله والو د مزار- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې د علم خېل سيمې پر امنيتي پوستې بريد وکړ.

هغه زياتوي چې په نښته کې د شاهراه شپږ ملي او دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې نور سرتېري ټپيان دي.

نوموړي تاييد کړه چې د دې امنيتي پوستې کنټرول د لنډې مودې لپاره د طالبانو لاس ته ورغلی و، خو زياتوي چې د کومکي ځواکونو په ور رسېدو طالبان له سیمې پر شا شوي دي.

د بلخ امنیه قوماندان د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو د بلخ ولایتي شورا پخوانی غړی ذبیح الله کاکړ وايي چې دغه برید د طالبانو د يوه نفوذي کس په واسطه ترسره شوی دی.

هغه زياتوي چې په دې پېښه کې د لویې لارې ۹ پوليس وژل شوي او طالبانو ټول تجهیزات له ځان سره وړي دي.

د علم خېلو کلي اوسېدونکی زمری وايي چې بېګا  ټوله شپه يې په سيمه کې جګړه روانه وه.

هغه زياتوي چې د جګړې له امله پېښې ته نږدې کورنۍ هم له خپلو کورونو وتلې دي.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

login or register a new account.