منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتیکا کې ۲۳ موټره قاچاقي خوراکي او نور توکي نیول شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۲ کتنې

ښرنه (پژواک، ١١ مرغومى ٩٨): د پکتيکا ولايت د ملي امنيت ځواکونو هغه ٢٣ موټر نيولي چې غوښتل يې له ګمرکي محصول پرته خوراکي او غير خوراکي توکي انتقال کړي.

په پکتيکا کې د ملي امنيت يوې سرچينې د مرغومي په ١١مه خبريالانو ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو تېره شپه د سرروضې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ٢٣ لوى موټر نيولي دي.

هغه وايي: ((په دغو موټرو کې خوراکي او نور توکي بار دي چې له ګمرکي محصول پرته يې غوښتل دغه مالونه نورو ولايتونو ته انتقال کړي چې زموږ د ځواکونو له لوري ونيول شول.))

خو د نيول شوو موټر چلوونکو له ډلې شاه خان پژواک ته وويل چې ستونزه په دوى کې نه، بلکې په شرکت کې ده.

هغه د شرکت نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه: ((شرکت موږ ته د محصول پارچه راکړې خو نه پوهېږم څه مشکل لري چې دوى يې نه مني.))

بل لور ته د پکتيکا د ګمرک مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم د پکتيکا د ملي امنيت ځواکونو په خيرکوټ ولسوالۍ کې شپږ هغه موټر نيولي وو چې اوړه په کې بار وو خو د ګمرکي محصول پارچه يې نه درلوده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه