منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوست ځیني خلک د غږيزو او انځوريزو رسنيو د خپرونو کیفیت له ټيټوالي شکايت کوي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۸): د خوست ولايت يو شمېر اوسېدونکي د ځينو شمېر ځايي غږيزو او انځوريزو رسنيو د خپرونو له ټيټ کيفيت څخه شکايت کوي، خو ديو شمېر راډيو ګانو مسوولين وايي چې دوى تر خپله وسه ښه نشرات وړاندې کړي او تر اوسه ترې کوم جدي شکايت نه دى شوى.

دوى وايي، رسنۍ چې په اوسنۍ نړۍ کې ورته د څلورم ځواک په بڼه کتل کېږي او د نورو ګڼو مسووليتونو ترڅنګ يې يوه دنده څار او د ټولنې اصلاح ده، خو په دغه ولايت دا هر څه برعکس روان دي.

د دوی په وينا، په دغه ولايت کې يو شمېر ځايي غږيزې او تصويري رسنۍ خپل زياتره وخت په داسې مسایلو مصرفوي چې هېڅ اړتيا نه ورته ليدل کېږي او د ګټې پر ځای د ټولنې پر زيان تمامېږي.

د خليل جان ګربزوال په نوم د دغه ولايت يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې چې په دغه ولايت کې ځايي رسنۍ ډېر اورېدونکي لري، خو د يو شمېر رسنيو خپرونې د ټولنې هېڅ په درد نه خوري.

دی زياتوي: ((دلته تر ډېره بريده غږيزې رسنۍ ډېر اورېدونکي لري، خو د هغوی د خپرونو کيفيت ډېر ټيټ دی او ځيني خو يې داسې خپرونې هم لري چې د کور له نورو غړو سره يې يو ځای نه شې اورېدلی.))

د بسم الله ارمان په نوم د دغه ولايت يوه مدني فعال پژواک اژانس ته وويل، ددې رسنيو ځينې مامورين غير مسلکي دي او بل د ټولنې له شته دود او کلتور سره سم بلد هم نه دي.

د هغه په وينا، د نورو ولايتونو په پرتله د خوست د ټولنې کلتور يو څه سخت دی او ځېنې کسان چې په دغه رسنیو کې کار کوي، پر دې نه پوهېږي چې کومه ټوکه او یا خبره دې کوي په کورونو کې د اورېدو وړ ده، يا نه.

د دلاور په نوم د دغه ولايت يوه قومي مشر هم پژواک اژانس ته وويل چې د خوست په يو شمېر غږيزو او تصويري رسنيو کې غير مسلکي کسان پر کار بوخت دي.

نوموړي زياته کړه، ځيني مهال دوى د مرکو پر مهال د کس شخصي حريم ته داخلېږي چې دا د ژورنالېزم او د رسنيو له قانون سره په ټکر کې کار دی.

هغه زياته کړه: ((د اطلاعاتو او کلتور رياست او وزارت څخه مو غوښتنه دا ده چې دې رسنیو کې اصلاحات راولي؛ ځکه دا هم د ټولنې او هم ولایت لپاره په ګټه ده.))

ازاد خبريال او ليکوال سيف الله خوستی بيا وايي، تر ډېره په دغو غږيزو او انځوريزو رسنيو کې چې خلک يې د خپرونو له ټيټ کيفيت څخه سر ټکوي، بې امتيازه او غير مسلکي کسان پر دندو ګومارل شوي.

هغه وايي، که دغه رسنۍ غواړي چې پر دوی تللی باور بېرته ترلاسه کړي، نو د مسلکي او په کار پوه کسانو پر دندو ګومارلو ترڅنګ دې مذهبي او کلتوري حساسیتونه هم په پام کې ونیسي.

دا مهال په خوست ولايت کې د دولتي راډيو ټلوېزيون په ګډون ۱۴ راډيو ګانې، څلور ټلوېزيونونه او تر لسو ډېرې اوونیزې، مجلې او مهالنۍ نشرات لري.

په خوست کې د لومړنۍ تاسیس شوې سولې پیغام خپلواکې راډیو د مسوول زاهدشاه انګار وايي، په خوست کې له تیرو ۱۶ کلونو راهیسې یوه په بله پسې خپلواکې راډیوګانې، ورپسې خپلواک تلویزیونه تاسیس شول. غږیزو او تصویري رسنیو په دا موده کې په ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي، دیني، تعلیمي، خبري او نورو برخو کې د پام وړ کارونه تر سره کړې دي.
هغه پژواک ته وويل، د رسنیو له برکته د خلکو په سلوک کې مثبت تغیر راغلی، ملي او معنوي شعور یې وده کړې، په ټولنیزو او سیاسي پروسو کې د ګډون او تصمیم نیونې جوګه شوي دي.
د انګار په وينا، د خوست رسنیو په بیلابیلو برخو کې د خلکو ستونزې راپورته کړې او تر مسوولو دولتي چارواکو یې رسولې دي. د خوست رسنۍ د خلکو پر باوري سرچینو بدلې شوې او خلکو ته پکې د ګډون زمینې برابرې شوې دي.
دى وايي، د خوست رسنیو د تاسیس له مهاله تر دې دمه سلګونه ځوانان د ژورنالیزم او تخنیک په برخه کې روزلي چې همدا اوس هم له محلي، ملي او نړیوالو رسنیو او اژانسونو سره د ځلیدلیو ژورنالستانو په حیث کار کوي.
د هغه په وينا، د خوست دوو راډیوګانو( سولې پیغام او چنار ) خپل نشرات پلازمینې کابل ته هم غځولي دي. دا چې په دې وروستنیو وختونو کې څلورو نویو راډیوګانو فعالیت پیل کړی او دوې نورې راډیوګانې هم د تاسیس په حال کې دي، دا په خوست کې د غږیزو او تصویري رسنیو د خپرونو پر ګټورتیا او اغېزمنتیا ګواهي ورکوي. د هېواد د نورو رسنیو په څېر د خوست رسنۍ هم له ستونزو او ځینو نیمګړتیاوو نه خالي نه دي خو دغو ستونزو او نیمګړتیاو یې پر رسنیز کار د ملاحظې وړ منفي اغېز نه دی کړی.
انګار وويل، په تیرو ۱۶ کلونو کې د هیڅ یوې رسنۍ له خپرونو داسې کوم جدي شکایت نه دی مستند شوی چې د افغانستان د رسنیزو شکایتونو او تخطیو ته د رسیدګۍ کمسیون ته دې درد سر جوړ شوی وي.

د ازمون په نوم په دغه ولايت کې د نوې جوړې شوې راډيو مشر شریف الله سروري پژواک اژانس ته وويل هڅه يې دا ده چې په خپلو نشراتو کې هغه څه وړاندې چې د ټولنې په درد وخوړل شي.

دی وايي: ((زموږ د رسنۍ د جوړېدو نه يو هدف دا و چې د خلکو او حکومت ترمنځ هغه واټن چې مخکې له ځينو رسنيو له پامه غورځيدلی و او يا پاتې و، هغې ته رسيده ګي وکړو.))

د هوا په نوم د یوې بلې راډيو د نشراتو مسوول ایوب یاد بيا پژواک سره خبرو کې په دغه ولایت کې د رسنیو ډېروالی د ټولنې په ګټه بولي، خو وايي چې زياترو يې خپل اهداف نه دي تعقیب کړي.

د هغه په وينا، همدا لامل دی چې په اوس وخت کې پر يو شمېر ځايي رسنيو خلکو خپل باور له لاسه ورکړی.

ايوب ياد زياتوي: ((سيمه ييزو رسنيو کې لا هم ستونزې شته، د لاسته راوړنو ترڅنګ ستونزې لري او هغه اهداف چې يوه رسنۍ يې بايد ولري، دوی نه دي بشپړ کړي، نو ددې لپاره هوا راډيو په خوست کې بنسټ کيښود، چې ددغې راډيو هغه نشراتي پاليسي به له نورو سره په ډېر توپير باندې وي.))

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رييس محمد انور زاهد هم مني چې دوی ته په دغه ولایت کې له يو شمېر ځايي غږيزو او تصويري رسنیو شکایتونه ور رسېدلي، خو وايي چې وروستۍ پرېکړه دوی نه شي کولی.

هغه همدا ډول وايي چې د دې ستونزې د حل په موخه يې د رسنیو د کارکوونکو لپاره د ژورنالېزم د اړوند په بېلابېلو برخو کې لنډمهال سيمينارونه او ورکشاپونه هم جوړ کړي.

زاهد زياته کړه: ((واقعيت دی چې ځيني کسان موږ ته د رسنيو څخه شکايتونه کوي، خو د رسنيو تخطۍ کمېسيون په مرکز کې دی او کله چې تر موږ شکايت رارسېږي، موږ هماغه شکايت دوی ته لېږو او هغه کمېسيون پرېکړه کوي.))

د دې برخې د کارپوهانو په وينا چې د طالبانو رژيم له سقوط وروسته که له يوې خوا افغانستان کې د بيان د ازادی په برخه کې بې مخينې پرمختګ رامنځته شو، خو په ټولنه کې يې ډېرې ستونزې هم وزېږولې.

دغه ولايت د ميديوتيک ټولنيز بنسټ او د خبريالانو د خونديوب کمېټې مشر سيف الله حیات پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځايي رسنيو او خبريالانو د ظرفيت لوړونې په برخه کې بېلابېلې برنامې لري.

هغه وايي: ((کلونه کېږي چې دغه ولايت کې ميديوتيک افغانستان او د خبريالانو خونديتوب کمېټه د محلي رسنيو د ظرفيت لوړونې او همدارنګه د دوی د ستونزو د حل لپاره ډاډ ورکوي، چې دې برخه کې مسلکي او اړينو برنامو ته دوام ورکوي، څو رسنۍ په هغه ډول کار وکړي، چې خلک يې غوښتنه لري.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور