ژبه

میرویس بلخي : په پوهنې  وزارت کې اوسنى وضعیت راته د منلو نه دی

کابل (پژواک، ۱۶مرغومى ٩٨): د پوهنې سرپرست وزیر وایي چې په دغه  وزارت کې اوسنى وضعیت د نه منلو دی او د عادلانه او با کیفیته چوپړ وړاندې کولو لپاره باید په دغه وزارت کې اصلاحات راشي.

محمد میرویس بلخي دغه څرګندونې نن د پوهنې د اصلاحاتو په لومړۍ درې ورځني ملي سمپوزيم کې چې کابل کې جوړ شوی، وکړې.

دغه سمپوزیم به د پوهنې وزارت مشرتابه، حکومتي ادارو استازو، مدني فعالانو، خصوصي بنسټونو او د پوهنې متخصصینو په شتون کې دوام وکړي.

د پوهنې وزیر میرویس بلخي وویل چې په دغو درېيو ورځو کې به تر ډېره په تعلیمي نصاب بحثونه وشي تر څو په دې اړه د خلکو شکایتونو ته رسېدنه وشي.

دغه راز ده زیاته کړه:« د پوهنې وزارت د یوه مسوول په توګه منم چې د پوهنې وزارت اوسنى وضعیت د نه منلو او نامناسب دی او باید اصلاحات راوستل شي او د پوهني وزارت تعلیمي سیستم ته بیا کتنه وشي.»

د ده په وینا،  د پوهنې په تعلیمي سیستم کې اصلاحات راوستل د یوې ادارې دنده نه ده او د افغانستان خلک حق لري،چې د اصلاحاتو راوستلو لپاره خپل نظریات له دغه وزارت سره شریک کړي.

ده همدا راز وویل، تر ننه ښوونځي د پوهنې وزارت په خدمت کې وه او وروسته له دې به د پوهنې وزارت د ښوونځي په خدمت کې وي.

د ده په وینا، د پوهنې وزارت به هڅه وکړي چې تر ډېره حده په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې سیستم په نوې ټکنالوجۍ سمبال کړي.

په دغه غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې مشر نادر نادري وویل،‎ معارف باید له سیاست څخه لرې وي او د پوهنې وزارت له سرچینو او وسایلو په سیاست کې ګټه اخيستنه ستره جفا ده.

نادري وایي، اوس د پوهنې په وزارت کې  د خیالي او په واسطو د استادانو د ټاکل کېدو مخه نیول شوې،  ۶۵ سلنه  کارکوونکي یې د اداري اصلاحاتو ادارې له خوا ټاکل شوي او ۲۰ زره ښوونکي د ازادې سیالۍ له لارې مقرر شول.

د  بشري حقونو  په چارو کې د دولت وزیرې  سیما سمر هم وویل، چې لا هم  په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري، او هغه کسان چې زده کړو ته لاسرسى هم لري  له شته نصاب څخه شکایتونه لري.

د دې په وینا، پوهنې وزارت د یوه هېواد بنسټ جوړوي، ترڅو چې د یوه هېواد بنسټ جوړ نه شي هیڅ ډول پرمختګ په هېواد کې نه رامنځ ته کیږي.

login or register a new account.