جلال اباد (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٨): په ننګرهار ولايت کې د ۱۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت له مخکې جوړ ډېوالونو ودان شوي ۶ ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ودانۍ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لوري په خوږیاڼو، کوز کونړ، مومنددرې، کوټ، دوربابا او شینوارو ولسوالیو کې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د دې پروژو د پرانيستې پر مهال وویل، د شینوارو د غازي محمد افضل خان شینواري ښوونځي اته ټولګي، په کوز کونړ کې د سید جمال الدین افغان شپږ ټولګي، په دوربابا ولسوالۍ کې څلور ټولګي، کوټ سې پای کې لس ټولګي او د خوږیاڼو شهر نو سیمه کې شپږ ټولګي لرونکي د مخکې څخه د جوړو شوو قطعو ښوونځي جوړ شوي دي.
هغه زیاته کړه، ټاکل شوې وه چې یاد ښوونځي په شپږو میاشتو کې جوړ شي، خو د مخکې څخه جوړ شوو قطعو ښوونخیو یوه نوې تجربه وه، له همدې امله یې چارې د شاوخوا یو کال په موده کې بشپړې شوې .
د میاخېل په وینا، د دغو ښوونځیو قطعې یا بېلابېل توکې له وړاندې د ښار جوړونې وزارت له لوري په یوې فابریکې کې جوړې شوې وې او له دې وروسته به ورته نور ښوونځي هم جوړ شي.
نوموړی وایي، یاد نمونوي ښوونځي پر نوي ډیزاین په کم وخت کې په لږ مصرف جوړ شوي چې ټولګي یې په ژمي کې ګرم او په اوړي کې یخ دي .
والي وويل، سږ کال یې دغه ولایت ته د ۲۰۸ ښوونځیو جوړولو منظوري ترلاسه کړې چې له ډلې یې د ۱۶۰ ښوونځیو د ودانیو جوړولو عملي چارې جریان لري چې ۱۳ یې یواځې په کوز کونړ کې دي .
د ښار جوړونې وزارت مرستيال همایون فیض له مسوولینو، زده کوونکو او کورنیو څخه یې د یادو ښوونځیو د ساتنې او پالنې غوښتنه وکړه .
د کوز کونړ ولسوال محمد اسماعیل شینواري، د ځوانانو استازي فریدالله د یادو ښوونځیو پر جوړېدو خوښي وښوده، په کوز کونړ او نورو سیمو کې د پوهنې په برخه کې پر لا زیات کار کولو ټینګار وکړ.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










