منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۷ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتیکا کې د جګړو له امله بېځایه شوې کورنۍ د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۱ کتنې

ښرنه (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٨): په پکتيکا کې د جګړو له امله د يو شمېر بېځايه شوو کورنيو مېرمنې وايي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او جدي مرستو ته اړتيا لري.

دغو مېرمنو د مرغومي په ٢٦مه په مرکز ښرنه کې يو اعتراضي غونډه جوړه کړې وه.

د دوى له ډلې د وزيرې په نوم يوې مېرمنې وويل چې د سړې هوا له امله يې د کورنۍ د غړو جامې په بخارۍ کې سوځولي دي خو چا ورسره مرسته نه ده کړې.

هغې وويل: ((تېره شپه د ډېرې يخنۍ له امله مې د وړوکي زوى مخ تک شين اوښتى و، د خونې د ګرمولو لپاره هېڅ هم نه لرو.))

د نوموړې په وينا، حکومت يواځې له هغو کورنيو سره مرستې کوي چې واسطه ولري.

دغه راز يوې بلې مېرمنې د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې خاوند او دوه زامن يې د همدې نظام د ساتلو په لار کې وژل شوي دي.

هغې وويل: ((نور ماشومان مې واړه دي، د ګټې څوک نه لرم، ماشومان مې ټوله ورځ لارو او کوڅو کې کاغذونه ټولوي حېرانه پاتې يمه چې څه وکړو.))

يو شمېر نورو مېرمنو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې هره ورځ د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ولايت مقام مخې ته ورځي خو بېرته تش لاسونه راګرځي.

په دې اړه د پکتيکا د کډوالو چارو رييس زمريالي فضليار پژواک ته وويل چې د روان کال په اوږدو کې دوى له سلګونو بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې کړي دي.

ده زياته کړه: ((دوه خبرې دي چې مسحقو کسانو ته کمکونه رسيږي، يو دا چې کليوالي شوراګانې موږ ته مستحق کسان نه معرفي کوي، بله دا چې د څو کلونو مخکني سروې په اساس پکتيکا ته مرستې ورکول کيږي چې بيا ټولو ته نه رسېږي.))

خو بل لور ته د پکتيکا د کليو او  پراختيا رييس مومن افغان پژواک ته وويل چې يادو مېرمنو تر اوسه څو ځلې مرستې ترلاسه کړي دي.

ده وويل: ((موږ دا مهال له بيوزلو سره مرستې نشو کولاى ځکه موږ هغو کورنيو سره مرستې کوو چې طبيعي پېښو ځپلي دي.))

په ورته وخت کې د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني پژواک ته وويل چې د يوه منظم پلان له مخې له ټولو بيوزلو کورنيو سره مرستې ترسره کيږي.

ده هم وويل: ((موږ ټولو سره مرستې کوو، خو ځينې ميرمنې دي چې په دوامداره توګه مرستې غواړي چې دا کار ممکن نه دى.))

د يادونې ده، په پکتيکا کې دا مهال د بېلابېلو ستونزو له امله څه باندې ٤٦٠٠ کورنۍ مرستو ته اړتيا لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه