منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۹ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلک: ولسمشر دې د کندهار هوايي ډګر د معیاري کولو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

کندهار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۸): د کندهار اوسېدونکی وايي، کندهار هوايي ډګر د احمد شاه بابا په نوم ونومول شو خو د دولتي چارواکو پر ژمنو سربېره یې خدمات معیاري نه شول.

خلک وايي، احمد شاه بابا هوايي ډګر د یوه عادي هوايي ډګر په څېر خدمات هم نه لري.

څو میاشتې وړاندې د چنګاښ په ۱۲مه ولسمشر غني کندهار ته د سفر پر مهال د کندهار نړیوال هوايي ډګر د احمد شاه بابا په نوم ونوماوه.

ولسمشر ویلي وو چې د کندهار نړیوال هوايي ډګر د وزیرانو شورا په وړاندیز د لوی امپراطور احمد شاه بابا په نوم نومول شوی چې دوه او درې برابره پانګونه به ورباندې وشي.

هغه دغه هوايي ډګر د سیمې د وصل ټکی ګڼلی او ویلي یې وو چې د کندهار او نورو ولایتونو تولیدات او کرنیز محصولات له دې لارې خلیجي او اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

خو د کندهار اوسېدونکي وايي چې له هغه وخت څو میاشتې تېرېږي او تر اوسه ان د دغه هوايي ډګر خدمات هم معیاري نه دي.

د کندهار ښار اوسېدونکی حاجي سید محمد چې له دغه هوايي ډګره تل بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي پژواک خبري اژانس ته وویل، چارواکو خلک یوازې د دغه هوايي ډګر د نوم په اړولو خوشحاله کړل خو د خدماتو د معیاري کولو لپاره یې هیځ هم و نه کړل.

هغه زیاته کړه، په هوايي ډګر کې د برېښنا نشتوالی، په ترمینلونو کې د ګرمې او سړې هوا سیسټم نشتوالی، د امنیتي کامرو نشتون، د تجهیزاتو او اسانتیاوو کمښت، د تمځای او په تمځای کې د تشنابونو نشتوالی، چټل چاپېریال، له دغه هوايي ډګره د نشه یي توکو قاچاق او ګڼې نورې هغه ستونزې دي چې د دغه هوايي ډګر نړیوال اعتبار یې زیانمن کړی دی.

سيد محمد وايي، له دې ور ها خوا خلک تر هوايي ډګر پورې د تګ راتګ لپاره د ټرانسپورټ په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د ده په خبره، یوازې محدود شمېر ټکسي موټرونه اجازه لري چې هوايي ډګر ته داخل شي.

 

د دې تر څنګ نوموړی د تلاشۍ له ګډوډ سیستم څخه هم شکایت کوي او دغه راز یادونه کوي چې د برېښنا سیسټم هم معیاري نه دی ځکه ډېر مهال د بایومیټریک پر مهال ناڅاپي کمپیوټرونه بندېږي او مسافر مجبور دي په دقیقو دقیقو منتظر پاتې شي.

دی دا هم وايي چې په ترمینل کې دننه شته کانټین غیر معیاري او چټل دی، دغه راز د ناستې لپاره د کافي څوکیو او د ګرم او یخ موسم پر مهال د مسافرو د هوساینې لپاره هېڅ امکانات نشته.

د کندهار ښار بل اوسېدونکی عبدالحکیم پژواک اژانس ته وویل، د ګڼو نورو ستونزو او معیاري خدماتو د نشتوالي تر څنګ ډېر مهال الوتنې ځنډېږي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ کېږي او ان زیانمن کېږي.

نوموړی هم له چارواکو د دغو ستونزو حل غواړي.

ده وویل، د کندهار د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر ان د نورو ولایتونو هرات او مزار له هوايي ډګرونو سره د پرتلې وړ نه دی.

دی زیاتوي، په وار وار د کندهار هوايي ډګر په ټرمینل کې د برېښنا سیسټم، ایرکنډېشن سیسټم، امنیتي کامورو، څوکیو، لوډسپېکرونو، تشنابونو او نورو د جوړولو ژمنې وشوې، خو له بده مرغه یوه هم پوره شوې نه ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د احمدشاه بابا په نړیوال هوايي ډګر کې د شته ستونزو د حل او معیاري خدماتو چمتو کولو په موخه د والي په مشرۍ له اړوندو چارواکو او بهرنیو ځواکونو له مسوولینو سره غونډه وکړه.

هغه زیاته کړه، په دې غونده کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان، د قاطع ماموریت د سوېل زون قوماندان، د ملي امنیت مرستیال، د هوايي ډګر مسوولینو او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

دی وايي، په غونده کې د ټولو هغو ستونزو پر حل لارو او خدماتو پر نشتوالي خبرې وشوې چې خلک او مسافر ورسره مخامخ دي.

د ده په خبره، د کندهار والي حیات الله حیات اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ته دې د وسایطو دوه (عمومي او ځانګړی) تمځایونه جوړ شي او په تمځایونو کې دې د تشنابونو تر څنګ خوړنځایونه هم جوړ شي.

دغه راز هغه څرګنده کړه چې تر راتلونکې یوې اوونۍ دې د دغه هوايي ډګر په چارو کې شامل ټول ارګانونه د چارو د سمون، خدماتو د پراختیا او اسانتیاوو د چمتو کولو اړوند ستونزې مشخصې او حل لارې وړاندې کړي څو د اجرا لپاره یې عملي ګام واخیستل شي.

ده ژمنه وکړه چې هڅه کوي، شته ټولې ستونزې حل او خدمات معیاري شي څو مسافر له ستونزو سره مخامخ نه شي.

د احمدشاه بابا هوايي ډګر شاوخوا شپېته کلونه وړاندې په ١٣٣٩ لمريز کال کې جوړ شوى، چې هغه مهال په سيمه کې يوازينى نړيوال هوايي ډګر ګڼل کېده.

کندهار هوايي ډګر په خپله نقشه کې ١٣ زره جريبه ځمکه لري، چې يوه برخه یې بهرنیو ځواکونو ته د يوه قانوني قرار داد له مخې ورکړل شوې او په يوه برخه کې يې د ملي دفاع وزارت اړوند د ٢٠٥ اتل قول اردو تاسيسات او د ځينو شرکتونو ودانۍ جوړې شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست