جلال اباد (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۸): په ننګرهار کې يو شمېر ښځو مدني فعالانو ښځو ته د زده کړو حق ورکولو په موخه کور په کور د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړی دی.
دوی وايي، د کمپاين په لومړۍ ورځ توانېدلي، درې کورنۍ دې ته حاضرې کړي چې خپلو لوڼو باندې زده کړې بېرته پيل کړي.
د کور فرهنګي ټولنې دغه کمپاين نن (د سلواغې ۱۴مه) له جلال اباد ښاره پيل کړی او لس ورځې به دوام وکړي.
د دې ټولنې مشرې مقدسې احمدزۍ پژواک اژانس ته وويل، د ټولنې غړو يې پرېکړه وکړه چې ښځينه وو ته د زده کړو د حق ورکولو لپاره به هلې ځلې چټکه کوي.
هغه وايي، په همدغه بنسټ يې د کور په کور د تعليم په لور کمپاين نن پيل کړ چې لس ورځې به دوام وکړي او د جلال اباد ښار مختلفو سيمو کې به کور په کور وګرځي او کورنيو ته به دا پيغام ورکړي چې د علم د زده کړې حق هر نارينه او ښځينه يو شان لري.
هغې وويل چې په کمپاين کې ورسره د دې ټولنې غړې کورونو ته ورځي او خلکو ته کمپاين کوي چې خپلې لوڼې زده کړو ته پرېږدي.
د مقدسې احمدزۍ په وینا، د کمپاين په لومړۍ ورځ (نن) ورسره درېيو کورنيو ژمنه کړې چې خپلې لوڼې به زده کړو ته پرېږدي، وايي، د دغو کورنيو لوڼو زده کړې په نيمايي کې پرېیښې وې.
نوموړې هيله څرګنده کړه چې په راتلونکو لسو ورځو کې ورسره ډېرې کورنۍ د خپلو ښځينه اولادونو د زده کړو ژمنه وکړي او پرې به ږدي چې ښځې هم تعليم وکړي.
تر دې وړاندې دې ټولنې د افغانيو د ترويج لپاره هم کور په کور د عامه پوهاوي کمپاين ترسره کړی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن