ژبه

“اطلاعاتو ته پر لاسرسي محدوديتونو د رسنيو پرمختګ له ګواښ سره مخ کړى”

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ٩٨): د رسنیو استازو د کابل په هغه سیمه کې چې حکومت هلته د رسنیو د قربانیانو د یادڅلي جوړېدو ژمنه کړې وه، اعتراض ناسته وکړه، ویې ویل چې اطلاعاتو ته پر لاسرسي محدودیتونو د رسنیو پرمختګ له ګواښ سره مخ کړی.

افغان چارواکو د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په دېرشمه د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ودانۍ تر څنګ سیمه کې د هېواد د رسنیزې ټولنې د وژل شویو د یاد ژوندي ساتلو د یادڅلي ډبره کېښوده، خو تر اوسه یې د جوړېدو چارې نه دي پیل شوي.

نن د لسګونو رسنیو استازو په همدغه سیمه کې خبري غونډه جوړه کړه. 

د افغانستان د ژورنالېستان د ملي اتحادیې مشر فهیم دشتي د یاد څلي د کار په نه پیل کېدو خواشیني څرګنده کړه او ویي ویل چې په دې برخه کې د اړوندو ادارو بې غوري د بیان ازادۍ ته په سپکه سترګه د کتلو معنا لري.

دی وایي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څو ځله ویلي چې د یاد څلي د جوړېدو چارې پیلوي،خو بیا یې هم دا کار نه دی کړی.  

login or register a new account.