منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۹ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

احمدي؛ ناقانونه سرپرست وزیر چې خلک یې د پېژندګلوۍ په اړه هم شکونه لري

· ۱۱ دقیقې لوستل · ۱۴۰ کتنې

کابل (پژواک، ۱۰ کب ٩٨): ځینې سرچینې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي پر ناقانونه کړنو تورنوي، دعوه کوي چې هغه په ملي ژبو سمې خبرې نه شي کولای، پېژندګلوي یې ګونګه ده او تحصیلي سندونه يې هم د پوښتنې وړ دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه وزارت د سرپرست اجمل احمدي ژوندلیک خپور کړی او په کې راغلي چې هغه له شاوخوا یو کال راهیسې د دغه وزارت د سرپرست په توګه کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرستۍ قانون په لومړۍ ماده کې راغلي چې ولسمشر یو کس هغه مهال چې وزارت ته نوماند د ولسي جرګې له خوا ونه منل شي، وزیر مړ شي، استعفا ورکړي، د باور رایه ترې واخیستل شي، عزل او یا سخت ناروغ شي، یو کس زیات نه زیات د دوو میاشتو لپاره، د وزارت د سرپرست په توګه ټاکي او ولسمشر باید په دې موده کې نوماند وزیر ولسي جرګې ته د باور رایې ترلاسه کولو په موخه معرفي کړي.

خو احمدي نه یوازې چې د قانون د دې مادې خلاف له شاوخوا یو کال راهیسې سرپرست وزیر دی، ولسي جرګې د روان کال د مرغومي په ۲۳مه د هغه واکونه غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست