منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هراتۍ مېرمنې: د پنځه زره بندیانو خوشي کول دې مشروط وي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

 

هرات ښار (پژواک، ۱۳ کب ۹۸): په هرات کې یو شمېر مېرمنو په یوه اعتراضي غونډه کې د طالبانو د پنځه زره بندیانو د خوشي کولو د مخکې شرط په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه مېرمنې چې نن د ولایت مقام د ودانۍ مخې ته راټولې شوې وې، له حکومته یې وغوښتل چې د پنځه زره بندیانو خوشي کول باید په مشروط ډول وي.

هغوي چې د «موږ تېر ته نه ورګرځو، د ښځو پر حقونو معامله ونه شي» شعارونه ورکول، ټينګار یې وکړ چې د سولې بهیر مخالفې نه دي او له سیاسي او جهادي مشرانو یې وغوښتل چې له طالبانو سره ځان نه سموي او د دوو لسیزو پر لاسته راوړنو دې معامله نه کړي.

په دې اعتراضيه غونډه کې مېرمن بختیاري وویل، مېرمنې د پنځه زره زندانیانو له خوشي کولو وروسته د خپل راتلونکي لپاره اندېښمنې دي او حکومت باید له ښځو سره ژمنه وکړي چې د دغه شمېر طالب زندانیانو له خوشي کولو وروسته، د دوی حقونه له خطر سره نه مخ کېږي.

هغه زیاته کړه: «کله چې حکومت پنځه زره طالب زندانیان ازادوي، د ښځو لپاره څه ژمنه لري او د ښځو راتلونکی به څه وي.»

هغې وویل چې د سولې د بهیر مخالفې نه دي خو د مېرمنو پر حقونو باید معامله ونه شي.

یوې بلې اعتراض کوونکې زېور احمدي وویل، څه تضمین وجود لري چې د پنځه زره طالب بندیانو له خوشي کولو وروسته په هېواد کې امنیت راځي او مېرمنې تېر ته نه ورګرځي؟

هغې هم د افغانستان له دولت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالب بندنیانو خوشي کول دې په مشروط ډول وي او د هغوی د خوشي کولو لپاره دې مخکې شرط په حالت کې باید ښځو ته ضمانت ورکړل شي چې راتلونکی یې له خطر سره نه مخ کېږي.

هغې زیاته کړه: «موږ د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک او په افغانستان کې د سولې د بهیر مخالفې نه یو، خو باید زموږ لپاره روښانه شي چې سوله په کومه بیه؟ څه تضمین وجود لري چې کله طالبان ازاد شي، امنیتي وضعیت به ښه کېږي او مېرمنې به تېر وضعیت ته نه ګرځي؟»

یوې بلې معترضې رها جعفري وویل، مېرمنې د طالبانو او امریکا مخالفې نه دي او حکومت او طالبان باید له ښځو سره ژمنه وکړي چې د طالب زندانیانو له خوشي کولو وروسته، د ښځو پر حقونو معامله نه کېږي.

په دې اعتراضي غونډه کې د هرات یوه اوسېدونکي نعمت الله هم وویل چې خلک د سولې پلويان دي خو نه غواړي چې بېرته ۲۰ کاله مخکې وضعیت ته ور وګرځي.

هغه هم ټینګار وکړ چې حکومت هم باید د دوو لسیزو لاسته راوړنې د سولې قرباني نه کړي.

تېر ورځ هم په هرات ولایت کې یو شمېر مېرمنو د یوې ناستې په ترڅ کې د طالبانو د پنځه زره نبدیانو د خوشي کولو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د طالبانو او مریکا ترمنځ د سولې په هوکړه  کې ابهام شته او په هغه کې د ښځو حقونو ته هېڅ ډول اشاره نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي، دوی له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې او په راتلونکو لسو ورځو کې باید امریکا د دوی پنځه زره زندانیان خوشي کړي.

بلخوا د اورکم له یوې اوونۍ وروسته طالبانو له تېرې ورځې راهیسې پر افغان امنیتي ځواکونو خپل بریدونه بېرته پیل کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې