منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتيکا کې يو قومي مشر وژل شوى

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۳ کتنې

ښرنه (پژواک، ١٣ کب ٩٨): ناپېژانده وسله والو د پکتيکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې يو قومي مشر پر ډزو وژلى دى.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي عظمت د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې قومي مشر سرورخان تېره شپه ناوخته بازار ته څېرمه د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوى دى.

خو د پکتيکا د امنيې قوماندان وياند شاه محمود آرين بيا وايي چې دغه قومي مشر د طالبانو له لوري وژل شوى دى.

هغه وايي: ((قومي مشر سرورخان په دولت کې هېڅ دنده نه درلوده خو بيا هم طالبانو وژلى دى.))

همدارنګه د پکتيکا ولايتي شورا غړي عزيز عزيز هم د قومي مشر سرور خان وژل کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې د موټر سايکل سپرو له خوا وژل شوى دى.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په دغه ولايت کې قومي مشران د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه