کابل (پژواک، ۱۵ کب ۹۸): د پوهنې وزير وايي چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومان له زده کړو څخه بې برخې دي چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.
دغه څرګندونې د پوهنې سرپرست وزیر محمد میرویس بلخي د کب په ۱۵ مه د حکومت له خوا ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې وکړې.
هغه وویل چې د را روان کال د پسرلي تر پایه به په ټول هېواد کې ۳۸ میلیونه کتابونه د زده کوونکو لپاره چاپ او ووېشل شي.
دغه راز بلخي وايي چې له پلان سره سم به په نوي تعلیمي کال کې یو میلیون نوي زده کوونکي هم ښوونځيو ته جذب کړاى شي.
ده وویل: ((له تدارکاتو کمېسيون څخه مو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره کتابونه چاپ کړي او د خپل کار لومړيتوب يې وګرځوي.))
بلخي وايي چې د ۳۸ میلیونو کتابونو له چاپ سر به په ښوونځيو کې د کتابونو د کموالي ستونزه هم هواره شي.
بلخي زیاتوي چې په ټوله کې تر لس میلیونو ډېر زده کوونکي په دولتي او خصوصي ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي او په ښوونځيو کې د نجونو فيصدي د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.
بلخي زیاتوي چې روان کال یې ۱۸۴ زرو بېځایه شويو کډوالو، راستنېدونکو، کوچيانو او جوګيانو ته د زده کړو زمينه برابره کړې ده.
خو دی وايي چې شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي چې ۶۰ سلنه یې نجونې جوړوي.
د بلخي د معلوماتو له مخې، ياد ماشومان د نا امنۍ، اقتصادي او فرهنکي ستونزو له امله له زده کړو څخه بې برخې دي.
د نوموړي په وينا، د دوى له پلان سره سم به د يادو ماشومانو ١٥٠ زرو ته يې د درېيو کلونو په موده کې د زده کړو زمينه برابره شي.
د پوهنې وزير څرګنده کړه چې ټول هېواد کې څلور سوه ښوونځي بند دي چې اتيا سلنه يې د نجونو دي.
داسې مهال د پوهنې وزارت د ٣٨ ميليونه نويو کتابونو د چاپولو او وېشلو خبره کوي چې هرکال زده کوونکي د کتابونو او نورو درسي موادو له نه شتون څخه شکايت کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










