مزارشريف ( پژواک، ۱۵کب ۹۸) : د بلخ امنيه قوماندان وايي، پوليس به هېچا ته اجازه ورنه کړي؛ څو د سياسي موخو لپاره د دولتي ادارو مخکې تجمعات وکړي او يا په خشونت لاس پورې کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د کب په ۱۵مه، د مزارشريف ښار امنيتي وضعيت د ارزولو او همدا راز نوي کال او نوروز مراسمو ته د تياري په تړاو جوړ شوي پروګرام کې وکړې.
په دغه غونډه کې د بلخ امنيه قوماندانۍ سربېره د ښاروالۍ، حج او اوقافو مسوولينو او همدا راز د مزارښار د بېلابېلو ناحيو اوسېدونکو ګډون کړی وو.
د بلخ امنيه قوماندان محمد اجمل فايز د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د نوي لمريز کال او نوروز جشن مراسمو لپاره يې بشپړ امنيتي چمتووالی نيولی دی.
هغه همدا راز له خلکو څخه هم د همکارۍ غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې د هر ډول مشکوکې پېښې په ليدلو سره دې د پوليسو ۱۱۹ شمېرې سره تماس ونيسي؛ څو امنيتي وضعيت لا ډاډمن شي.
نوموړي وويل، چې د امنيتي چمتووالي پلان له جوړولو وروسته به بيا د نوروز جشن د امنيتي خونديتوب په تړاو بشپړ جزئيات رسنيو سره شريک کړي.
د بلخ امنيه قوماندان همدا راز وويل، هغو کسانو ته به د دولتي ادارو مخکې د تجمعاتو او يا هم خشونت اجازه ورنه کړي، چې سياسي موخې لري.
هغه وويل: (( ښايي په څو ورځو کې د حکومت په کچه ځينې مهم مسايل راپورته شي، ممکن د تحليف مراسم ترسره شي او تر څنګ يې ځينې نور مهم مسايل هم، يوه غوښتنه مې له خلکو دا ده، چې د سياسي موخو لپاره استعمال نه شي، موږ چاته اجازه نه ورکوو چې د دولتي ادارو مخکې د سياسي موخو لپاره تجمعات او يا هم خشونت وکړي)).
ده زياته کړه چې خلک بايد د خپل نظام تر څنګ ودرېږي او د هغو کړيو د استفادې وړ ونه ګرځي، چې موخه يې د ګډوډۍ او تشنج رامنځته کول دي.
د بلخ امنيه قوماندان که څه هم د چا نوم وانخيست خو د خبرو موخه يې د تحليف له مراسمو وروسته د ممکنه جنجالونو رامنځته کېدل وو او ډاډ يې دا وو، چې مزارشريف کې به چا ته د غير قانوني کړنو اجازه ورنه کړي.
هغه له خلکو هم غوښتنه وکړه، چې د امنيت د ټينګولو په موخه له پوليسو سره همکاري وکړي.
نوموړي همدا راز وويل، چې بلخ ولايت کې ټول امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او د تاوتريخوالي کمولو لړۍ کې يې خپل مسووليت په ښه توګه ادا کړی دی.
هغه سوله د حل لاره وبلله خو زياته يې کړه، چې د مخالفينو له خوا د جګړې په ځواب کې دوی له خپلې خاورې او خپلو خلکو څخه د دفاع چمتووالی لري.
په ورته مهال د بلخ د حج او اوقافو رييس مولوي محمود دانشجو وويل، چې د امنيت ټينګښت د هر افغان وجيبه ده.
هغه همدا راز غوښتنه و کړه، چې د سولې خبرو ته دې دوام ورکړل شي؛ څو د افغانستان کشاله د سياسي تفاهم له لارې حل شي.
دانشجو د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې شوی توافق ګټور وباله او هيله يې وکړه، چې د تاوتريخوالي کمېدو لړۍ بايد دوام پيدا کړي.
هغه له طالبانو هم غوښتنه وکړه، چې له امريکا سره د سولې تړون له لاسليک وروسته بايد له افغانانو سره هم د جګړې پر ځای د تفاهم لاره غوره کړي.
په دغه پروګرام کې مزار ښاروال عبدالحق خرمي له خلکو وغوښتل، چې د ښار پاک ساتلو برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د هغه په خبره، د خلکو له همکارۍ پرته ښاروالي نه شي کولای، چې په يواځې ځان د ښار د سرسبزۍ لپاره خپل پلانونه په ښه ډول پلي کړي.
نوموړي په خلکو غږ وکړ، چې هر افغان بايد دا خپل مسووليت وګڼي، چې يو نيالګی کېنوي.
د مزارشريف ښار د نهمې ناحيې اوسېدونکي حاجي رحمت الله له پوليسو مننه وکړه، چې د نوي کال مراسمو لپاره يې امنيتي تدابير نيولي؛ خو زياته يې کړه، چې لا هم بلخ ولايت کې د قانون د يو شان پلي کېدو برخه کې ستونزې شته.
هغه وويل، چې د ښار په ځينو سيمو کې د وسله والو غلو او ناقانونه وسله والو ډلو فعاليت خلک اندېښمن کړي او له پوليسو يې غوښتنه وکړه، چې پر وړاندې يې جدي اقدامات وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










