جلال اباد (پژواک، ١٥ کب ٩٨) : د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې د نږدې څلور نیم سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ١٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کانال د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ د کامې ولسوالۍ په مستعلي سیمه کې د IOM ادارې د RADA پروژې په چوکاټ کې د ۴۴۵۹۶ امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۸۵ متره په اوږدوالي کانال چې پنځه دروازې لري، جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه، چې دا کانال د درې زره جریبه ځمکې د خړوبېدو ظرفیت لري.
د دې ولایت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو ريیس قاري نجیب الله قیومي وایي، د یاد کانال جوړېدو پر مهال درې سوه داخلي بې ځایه شویو او له کډوالۍ را ستنه شوو کارګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او همداراز ۴۵ نورو ته په یاده سیمه کې حرفوي زده کړې هم ورکړل شوې دي.
نوموړي زیاتوي، د RADA پروژه به ډېر ژر مومندرې،کوټ،بټي کوټ،رودات، دره نور او ګوشتې ولسوالیو ته هم وغځوي چې له دې لارې به له کډوالۍ را ستنوو شویو او بې ځایه شویو کسانو ته د کار زمینه برابره شي .
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې به د ۱۸۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت د بڼوالۍ په برخه کې نوې پروژه پیل شي.
د ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا پروژه د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د انډو مؤسسه چې د ستروسو د تولید موثریت لپاره خدمتونه وړاندې کوي، له خوا په شپږو مياشتو کې پلې کېږي.
سرچينې زياته کړې، دا پروژه په سره رود، کوز کونړ، رودات او ګوشتې ولسوالیو کې د ستروسو پنځه سوه باغدارانو ته د مرضونو، افاتو او نورو برخو کې روزنې او وسایلو برخه کې مرسته کوي چې ژر به اتیا جریبه د ستروسو موجوده باغونو ته د څاڅکو اوبوخور سیستم نصبولو په برخه کې عملي فعالیت وکړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ريیس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي ددې پروژې د فعالیت په پیل خوښي څرګنده کړه او دا یې د بڼوالۍ په برخه کې د چارو د بهبود په برخه کې ګټور ګام وباله.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










