جلال اباد (پژواک، ١٨ کب ٩٨) : د لغمان ولایت لسګونه دیني عالمانو د وسله والو طالبانو جګړه ورور وژنه یاده کړه او ژر یې د روانې جګړې د ودرېدو غوښتنه وکړه.
د لغمان د مرکز او ولسوالیو لسګونه دغه دیني عالمان چې نن د کب په ١٨ مه، په مهترلام ښار کې سره راغونډ شوي وو په خپلو خبرو کې په هېواد کې روانه جګړه ورور وژنه یاده کړه او ويې ويل چې د وسله والو طالبانو روانه جګړه جهاد نه، بلکې ورور وژنه ده او ژر یې د بندېدو غوښتنه وکړه.
د لغمان ولایت د حج اوقافو ريیس سید نجیب الله هاشمي د ټولو دیني عالمانو په استازولۍ هر اړخیزې خبرې وکړې او له هرڅه وړاندې یې د اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه وکړه.
نوموړي د جګړې په زیانونو او په سوله يیزه چاپیریال کې د اسلام مبارک دین له نظره هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
هغه وويل، ددې ولایت ټول خلک او دیني عالمان د تاوتریخوالي د کمېدو له اوونۍ ملاتړ اعلان کړی و او د دوامداره سولې لپاره د اوربند غوښتنه کوي.
د حج او اوقافو ريیس دغه راز د لغمان د مرکز او ولسوالیو په ټولو دیني عالمانو غږ وکړ چې هر ځای او هره سیمه کې دې د سولې غږ پورته کول جاري وساتي.
په دې راټولیدنه کې ګڼ شمېر دیني عالمانو ویناوې وکړې او دغه راز یې روانه جګړه ناروا او د اوربند غوښتونکي شول.
د مولوي سميع الله په نامه يوتن ديني عالم د هېواد له سیاسیونو هم وغوښتل، چې د سولې لپاره دې یوه خوله شي دوى اندېښنه لري چې په دې برخه کې له ګډوډیو به یو شمېر هېوادونه د خپل ځان لپاره ګټه پورته کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










