منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۳ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسوال: د پنجوايي د کرنیزو محصولاتو لپاره دې سړې خونې جوړې شي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۸ کب ۹۸): د کندهار د پنجوايي ولسوال وايي، د امنیت له ټینګښت سره په دې ولسوالۍ کې ګڼې کرنیزې پروژې بشپړې شوې چې له امله یې د پخوا په پرتله کرنې وده کړې ده.

خو نوموړی غوښتنه کوي چې د دې ولسوالۍ د کروندګرو او بڼوالو د کرنیزو محصولاتو ساتنې لپاره دې سړې خونې جوړې شي.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

نوموړي زياته کړه، پنجوايي اته کاله وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه وه، خو وروسته چې خلک له حکومت سره ودرېدل، په دې ولسوالۍ کې امنیت ټینګ شو او اوس د کندهار له امن لرونکو ولسوالیو شمېرل کېږي.

دی وايي، د امنیت له ټینګښت سره په دې ولسوالۍ کې په بېلابېلو برخو کې په لسګونو پروژې پلې شوې چې له مخې یې دغلته کرنې ډېره وده کړې ده.

د ده په خبره، د دې ولسوالۍ ۲۴زره جریبه ځمکه باغونو چاپېره کړې چې ډېر یې د انګورو دي او دغه راز پر ۹۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه غنم، سابه او حبوبات کرل کېږي.

ولسوال وايي، په دې ولسوالۍ کې مخکې د اوبو کمښت جدي ستونزه وه خو په دې وروستیو کې دغلته ګڼ کانالونه جوړ شوي او ګڼې نورې کرنیزې پروژې عملي شوې چې د پخوا په پرتله په کې کرنې وده کړې ده.

خو د ده په خبره، د ولسوالۍ ګروندګر خپل محصولات له ټولولو سره سم مارکېټ ته وړاندې کوي او مجبور دي ژر یې وپلوري؛ ځکه د ساتلو لپاره یې سړې خونې نه لري.

ده وویل، که په دې ولسوالۍ کې سړې خونې جوړې شي نو کروندګر او باغ لرونکي به وکولای شي خپل کرنیز محصولات او مېوې وساتي او له اړتیا سره یم یې بازار ته وړاندې کړي.

نوموړي د ځینو کرنیزو پروژو یادونه وکړه چې چارې یې روانې دي.

اسحاقزي زیاته کړه، همدا اوس په دې ولسوالۍ کې د ۲۰ کشمش خونو، د شاتو مچیو د ۵۰ فارمونو او یوه کانال جوړولو چارې روانې دي چې د IOM مرستندویه ادارې له خوا یې لګښت ورکول کېږي.

ولسوال د دې ترڅنګ د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې د ۱۵۳ پروژو یادونه هم وکړه چې ځينې يې بشپړې شوې او ځینې روانې دي.

د ولسي تړون پروګرام د مسوولینو د معلوماتو له مخې، پر دغو پروژو ۱۷۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

اسحاقزى وايي، په دغو پروژو کې ویالې/ کانالونه، د اوبو د وېش جوړښتونه/ حقابې، استنادي او محافظوي دېوالونه، د لمریزې برېښنا سیستم او د څښاک د پاکو اوبو شبکې شاملې دي.

د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو په ژوند کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي او د ۱۹ زره ۹۵۰ جریبه کرنیزې ځمکې لپاره به د اوبو لګولو معیاري سیستم برابر شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د ولسي تړون د ملي پروګرام اړوند د ښوونځیو جوړونې پروګرام (اقراء) له مخې، په دې ولسوالۍ کې د ۶ لومړنیو او ۲ منځنیو ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو چارې هم روانې دي.

ولسوال وویل، د دغو ښوونځیو پر جوړولو ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۹زره زده کوونکو ته په کې د زده کړې زمینه برابرېږي.

دی وايي، په پنجوايي کې ۴۵ ښوونځي شته چې ۳۲ یې پرانیستي او څه باندې  ۱۰زره هلکان او نجونې په کې زده کړې کوي.

د هغه په وينا، د ځینو ستونزو له امله د پاتې ښوونځیو د پرانیستلو هڅې کوي.

په پنجوايي کې د روغتیايي خدماتو په اړه ولسوال وویل، د دې ولسوالۍ نفوس ډېر او روغتیايي مرکزونه کم او بسنه نه کوي.

ولسوال وویل، د دې ولسوالۍ نفوس تر ۲۰۰زره تنو اوړي خو د همدغه شمېر نفوس لپاره یوازې ۵ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي چې دوه یې بشپړ او درې یې بنسټیز دي.

دی وايي، شته روغتیايي مرکزونه د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای او په ځانګړې توګه د دې ولسوالۍ د سرحدي سیمو اوسېدونکو له ډېرو ستونزو له مخ دي.

د ده په وینا، په دې ولسوالۍ کې یې د روغتیايي خدماتو د پراختیا لپاره ولایتي ادارې ته وړانديزونه کړي او هغوی ژمنه کړې چې خدمات به پراخوي.

د روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، له شته روغتیايي مرکزونو د دې ولسوالۍ ۸۰ سلنه وګړي ګټه اخلي او پاتې ۲۰ سلنه وګړي بیا د اړتیا پر مهال د ګرځنډه روغتیايي ټیمونو له خوا تداوي کېږي.

اسحاقزي یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې د دې ولسوالۍ لپاره یو ۲۰ بستریز روغتون منظور شوي چې د جوړېدو چارې یې روانې دي.

د ده په وینا، د دغه روغتيايي مرکز له جوړېدو سره به تر یوه بریده د خلکو روغتیايي ستونزې حل شي.

د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي د ولسوالۍ له امنیتي وضعیت او پرمختیايي چارو خوښ دي او وايي د پخوا په پرتله یې په ژوند کې بدلون او اسانتیاوې راغلي.

خو دوی غوښتنه کوي چې د دوی کرنیزو محصولاتو ته دې د ښه مارکېټ موندلو ترڅنګ سړې خونې جوړې شي.

د پنجوايي د سپېروان سیمې اوسېدونکي نجیب الله پژواک اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې امنیت ډېر ښه دی او له همدې امله ګڼې پروژې پلې شوې او روانې دي چې د خلکو په ژوند کې یې ښه والی راوستلی دی.

د ده په خبره، په دې ولسوالۍ کې د کانالونو، سربندونو او ویالو په جوړولو سره تر ډېره د اوبو د ضایعاتو مخنیوی شوی او ډېرو هغو کروندو او باغونو ته اوبه رسېدلې چې پخوا په دې برخه کې له ستونزو سره مخ وو.

دی وايي، کندهار د کرنې او مالدارۍ لپاره غوره اقلیم لري خو دا چې ډېر اوسېدونکي یې بېوزلي دي ورته پروژو او د حکومت لاسنیوي ته اړتیا لري.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې دوی ته په دې ولسوالۍ کې سړې خونې جوړې شي، څو خپل محصولات په کې وساتلای شي.

دی وايي، اوس مهال چې کروندګر او باغ لرونکي خپل محصولات ټول کړي نو مجبور دي په ټیټه بیه یې وپلوري؛ ځکه د ساتنې لپاره یې امکانات نه لري.

دغه راز ده ټينګار وکړ چې محصولاتو ته دې یې بازار هم وموندل شي.

پنجوايي ولسوالۍ د کندهار ښار په ۲۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې امنیتي وضعیت یې ښه دی او له همدې امله یې نفوس تر نورو ولسوالیو ډېر دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه