منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په مزار کې د نوروز جشن لپاره چمتووالى نيول شوى

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۵۵ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۸کب ۹۸): که څه هم د عامې روغتيا وزير د کرونا ويروس له امله له خلکو د نوروز په مراسمو کې د نه ګډون غوښتنه کړې، خو بلخ ولايت کې د نوروز جشن کمېټه په ياد جشن کې د هېوادوالو د پراخ ګډون هيله لري.

د دوی په خبره، سره له دې چې د کرونا ويروس د خپرېدو وېره شته خو بيا هم د نوروز جشن مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی دی.

د نوروز جشن کمېټه همدا راز وايي چې هر کال د نوي کال په لومړۍ ورځ دغه مراسمو کې شاوخوا دوه سوه زره کسان ګډون کوي او هيله مند دي چې سږ کال به هم په همدې شمېر هيوادوال ګډون وکړي.

خو له بلې خوا په مزارشريف کې يو شمېر هټۍ وال او هوټل لرونکي وايي چې تر اوسه پورې له نورو ولايتونو مېلمانه نه لري.

د دوی په خبره، هر کال به د کب مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته مزارشريف ته د نورو ولايتونو مېلمانه رامات وو؛ خو په وينا يې چې سږ کال تر اوسه هېڅ خبره هم نشته.

نوروز جشن او د ګل سرخ مېله هر کال په مزارشريف ښار کې د لوړو مراسمو په ترسره کېدو جوړېږي چې د حکومت د لوړرتبه چارواکو تر څنګ لسګونه زره کورني او بهرني مېلمانه هم پکې ګډون کوي.

د نوروز جشن د ښه ترسره کېدو په موخه په مزارشريف کې يوه کمېټه هم جوړه شوې چې مشري يې د بلخ والي کوي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د دغه جشن د چمتووالي په اړه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې د نوروز مراسمو او ګل سرخ مېلې لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی دی.

هغه زياته کړه چې په مزارشريف ښار کې ټول تدابير نيول شوي او تر راتلونکو ۱۲ ورځو پورې به د نوروز جشن په شانداره مراسمو ونمانځل شي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې کرونا ويروس د خلکو لپاره پر يو جدي ګواښ بدل شوی خو زياته يې کړه چې له دې سره سره بيا هم دوی تصميم لري چې نوروز جشن ترسره کړي.

فرهاد زياته کړه چې د ياد ويروس د مخنيوي په موخه دوی په ښاري کمربندونو او همدا راز د حضرت علي د روضې په انګړ کې د مصوونيت يو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي دي.

د بلخ د والي وياند وايي چې د ياد جشن په اړه يې د عامې روغتيا د وزير خبرې اورېدلي؛ خو زياتوي چې د نوروز جشن مراسمو ترسره کېدو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ لارښوونې ورته رسېدلی دی.

د فرهاد په وينا نوروز يو نړيوال فرهنګي جشن دی چې د افغانستان په ګډون په ګاونډيو هيوادونو کې هم نمانځل کېږي.

هغه زياته کړه چې تېره کال د نوي کال په لومړۍ ورځ به نوروز جشن کې دوه سوه زره کسانو ګډون کړی وو او هيله يې وکړه چې سږ کال به هم په همدې کچه خلک ګډون پکې وکړي.

په ورته مهال مزارشريف کې د نوروز جشن نمانځلو د فرهنګي کمېټې مسوول او د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس صالح محمد خليق پژواک ته وويل چې د دغه جشن په وياړ يې بېلابېلو، هنري، تفريحي او ټولنيزو پروګرامونو جوړېدو لپاره تياری نیولی دی.

هغه زياته کړه: ((د موسيقۍ پروګرامونه، مشاعرې، د سمنک مېله، ورزشي سيالۍ او داسې نورې برنامې دي چې د نوروز جشن په اوونۍ کې به جوړې شي.))

د خليق په خبره، سره له دې چې سږ کال د سولې اوازې ګرمې دي او تر يوه بريده تاوتريخوالی هم کم شوی دی؛ نو هيله يې دا ده چې خلک به سږني نوروز کې د تېرو کلونو په پرتله په پراخه کچه ګډون وکړي.

هغه وويل چې د نوروز مراسم په خلاصه فضا کې ترسره کېږي؛ نو ځکه د کرونا ويروس د خپرېدو خطر په کې ډېر کم دی.

خليق زياته کړه چې هر کال د نوروز جشن او ګل سرخ مېلې په څلوېښت ورځو کې تر يو ميليون پورې نندارچيان له مزارشريف ښاره ليدنه کوي.

له دې سره مزارشريف ښار کې يو شمېر دوکانداران او هوټل داران وايي چې د تېرو کلونو په پرتله يې کاروبار بيخي کم دی.

سيد سرور مزارښار کې د وچې مېوې پلورلو دوکان لري. هغه پژواک ته وويل چې تر دې مهاله يې کاروبار ډېر په ټيټه کچه کې دی.

نوموړی زياتوي چې هر کال به يې د کب مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته د مشتريانو زيات بيروبار وو او ډېره سودا يې کېدله.

دغه هټیوال وايي: ((تر اوسه هېڅوک هم نه دي راغلي، کاروبار مو د عادي ورځو په څېر دی، سره له دې چې وچه مېوه مې ذخيره کړې وه، د همدې ورځو لپاره، خو اوس نه پلورل کېږي.))

د کرونا ويروس وېره، اقتصادي ستونزې او امنيتي ګواښونه هغه څه دي چې د سيد سرور په خبره، د نوروز جشن مراسم يې پيکه کړي دي.

محمد شفيق مزارشريف کې د يوه رستورانت او مسافرخانې مالک دی.

هغه پژواک ته وويل چې هر کال به يې تر دې وخته د هوټل خونې وختي په کرايه ورکړې وې، خو زياتوي چې سږ يې تر دې مهاله ۴۰ سلنه خونې په کرايه ورکړي دي.

د هغه په خبره، وضعيت ته په کتو دی فکر نه کوي چې سږ کال دې د تېرو کلونو په پرتله نيمايي خلک هم په نوروز جشن کې ګډون وکړي.

شفيق زياته کړه چې ډېری خلک د کرونا وايرس له وېرې ښايي په نوروز جشن کې ګډون ونکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه