ترينکوټ (پژواک، ۲۰ کب ۹۸): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د څښاک اوبو درې شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په دغه ولايت کې د بشري خیريه موسسې ولایتي مسوول شفيع الله انصاري پژواک ته وويل چې پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي دغه درې شبکې د ترینکوټ ښار په بېلابېلو سیمو کې هغو خلکو ته جوړې شوې چې له دې مخکې يې د څښاک لپاره اوبو ته لاسرسی نه درلود.
انصاري وایي، له هرې شبکې به ۳۰۰ درې سوه کورنۍ ګټه اخیستلای شي او مجموعي لګښت يې پنځه ميليونه افغانۍ راغلی دى.
د اروزګان د کډوالو چارو ریاست مسوولین وایي، يادې شبکې تر ډېره هغو خلکو ته جوړې شوې چې له خپلو اصلي مېنو ترینکوټ ښار ته راکډوال شوي.
د کډوالو چارو رييس عبدالقهار دوست پژواک ته وويل له دې وروسته به د سلګونو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو زمینه برابره شي.
د ملک صدیق الله په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې له چارچينو ولسوالۍ د جنګونو له امله مرکز ته راکډه شوى، خو د څښاک اوبو ستونزه يې لرله.
هغه وایي، په سیمه کې د نوې شبکې په جوړېدو سره اوس هر څومره اوبه چې په کار وي، سملاسي یې ترلاسه کولای شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










