کابل (پژواک،۲۰ کب ۹۸): له پنځو هغو کسانو چې د «ثبات او همپالنې» ټيم له خوا د والیانو په توګه معرفي شوي، درې یې تر اوسه نه دي بریالي شوي چې ولایتي دفترونو ته دننه شي او له هغوی د څلورو کسانو احکام په اړوندو ادارو کې نه چلېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د روان کال د تلې د شپږمې په ټاکنو کې ګټونکی اعلان کړ، خو د دې ټاکنو بل نوماند عبدالله عبدالله چې له غني وروسته یې ډېر رایې درلودې، دغه پایلې ونه منلې او «ټول شموله» حکومت یې اعلان کړ.
تېره ورځ محمد اشرف غني په ارګ او عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې په دوو جلا مراسمو کې د لوړې مراسم ترسره کړل.
د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم د بغلان، سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو لپاره په داسې حال کې تازه والیان ټاکلي چې پخوانيو برحالو والیان هم خپلو کارونو ته دوام ورکوي. دغه راز د پنجشېر والي کمال الدین نظامي هم له عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
خو پوښتنه دا ده چې د عبدالله له خوا ټاکل شوي والیان چېرته بوخت او کوم کارونه کوي؟
سرپل
محمد نور رحماني یو له دغو والیانو دی چې د کب په درېیمه د عبدالله له خوا د سرپل د والي په توګه ټاکل شوی دی.
په دغه ولایت کې سرچینې وایي چې رحماني په ولایت کې دنده ترسره کوي او د حکومت والي عبدالقدیر اشنا د یاد ولایت د کانونو ریاست کې کار کوي.
د محمد نور رحماني ویانده اتیلا نوري وایي چې د دغه والي حکم په ټولو دولتي ادارو کې د منلو وړ دی، خو عبدالقدیر اشنا ټینګار کوي چې د رحماني حکم د منلو نه دی او یوازې د ولایت ودانۍ د هغه په واک کې ده.
خو سرچینې چې نه غواړي نومونه یې یاد شي، وایي چې څو ورځې وړاندې د دغه ولایت د کارکوونکو تنخواوې، د عبدالقدیر اشنا په لاسلیک ورکړل شوې دي.
جوزجان
د ثبات او همپالنې ټېم د جوزجان د ولایتي شورا غړی عبدالحی حیات، د کب په څلورمه د دغه ولایت د والي په توګه معرفي کړی، خو د دولت له خوا د یاد ولایت چارسمبالی والي هم د والي په توګه خپله دنده پر مخ بیایي.
ځینې سرچینې وایي چې لطف الله عزیزي اوس مهال په کابل کې دی.
د افغانستان د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر تینچ وایي چې حیات د دغه ګوند په مېلمه خونه کې دی او په هغه ځای کې د یاد ولایت له خلکو سره په لیدنو بوخت دی.
په جوزجان کې د یو شمېر دولتي ادارو کارکوونکي وایي چې په دولتي ادارو کې د حیات حکم د اعتبار وړ نه دی.
سمنګان
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د کب په پنځمه محمد اصف عظیمي د سمنګان او مصطفی محسني د بغلان د واليانو په توګه ټاکلي کړي دي؛ په داسې حال کې چې له دې وړاندې عبداللطیف ابراهیمي د سمنګان او عبدالقدیم نیازي د بغلان د واليانو په توګه دندې پر مخ وړې.
خو د سمنګان د والي ویاند محمد صدیق عزیزي وایي چې عظیمي د ایبک له ښاره لس کیلومتره لرې د ژوندون په سیمه کې وي او اړوندو ولایتي چارو ته عبداللطیف ابراهیمي رسېدنه کوي.
دغه راز هغه وویل: «په سمنګان کې د ثبات او همپالنې له خوا ټاکل شوی والي هېڅ ډول اجراات نه لري، یوازې له خپلو وسله والو کسانو سره ګرځي او پر دولتي ادارو هېڅ ډول اغېز نه لري.
بغلان
همدارنګه په بغلان ولایت کې سرچینې چې نه غواړي نومونه یې یاد شي وایي، عبدالقدیم نیازی لکه د تېر په څېر د دغه ولایت د مقام په ودانۍ کې د والي په توګه خپله دنده پر مخ بیایي.
د ثبات او همپالنې ټیم له خوا د معرفي شوي والي مصطفی محسني ویاند توریالی اکبر وایي چې محسني په پلخمري ښار کې دی او د راتلونکو پلانونو په اړه له خلکو سره په لیدنو کتنو بوخت دی.
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د لوړې مراسم ترسره شول او له دې وروسته د ثبات او همپالنې ټيم له خوا ټول ټاکلي والیان خپل کارونه پیلوي.
پنجشېر
انجنیر کمال الدین نظامي له درېیو کلونو راهیسې د دغه ولایت د والي په توګه دنده ترسره کوي، خو څور ورځې وړاندې یې د عبدالله له خوا د اعلان شوي «ټول شمول» حکومت ملاتړ وکړ.
د پنجشېر د والي ویاند محمد امین صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نظاني لکه د مخکې په څېر د والي په توګه خپله دنده پر مخ وړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











