کابل - جلال اباد (پژواک، ٢٠ کب ٩٨): د ولسمشر د حکم له مخې د کابل او ننګرهار په ګډون يو شمېر ولايتونو کې د نيالګیو ایښودو ملي کمپاین پيل شو.
ولسمشر اشرف غني د اساسي قانون د ١٥مې مادې له مخې، د شنو سيمو د پراختيا په موخه د يوه حکم له مخې، د نيالګيو کېنولو امر کړى و.
د دغه حکم له مخې چې د کب په ١٠مه صادر شوى، د روان لمريز کال د کب ٢٠مه نېټه د نيالګيو ایښودو د ملي ورځې په توګه نومول شوى دى.
د کرنې او مالدارۍ وزير نصيراحمد دراني د کب په ٢٠مه په همدې مناسبت مراسمو ته چې د کابل په حبيبيې لېسه کې جوړ شوي وو، وويل چې دغه کمپاين به د راتلونکي کال د وري تر ١٥مې ادامه لري.
هغه زياته کړه چې دغه کمپاين د ښاروالي او چاپېريال ساتنې د ملي ادارو په ګډې همکارۍ پر مخ وړل کېږي.
د نوموړي په وينا، وزارت يې پلان لري چې په ټول هېواد کې دوه ميليونه نيالګي کېنوي او که خلک وغواړي په وړيا توګه يې ورکوي.
د چاپېريال ساتني ملي ادارې مشر شاه زمان ميوندي وويل چې پخوا په غير مسوولانه توګه نيالګي کېنول کېدل، خو له دې وروسته اړوند ادارې په همغږۍ سره د نيال کېنولو سم کلتور رامنځته کوي.
د کابل ښاروال احمد ذکي وويل چې د هېواد په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره يوه ورځ د نهال ایښودو د ملي ورځې په توګه ټاکل شوې ده.
د يو بل خبر له مخې، نن په ننګرهار کې هم دغه کمپاين پيل شو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د یاد کمپاین د پیل په مراسمو کې پژواک اژانس ته وویل، د ولسمشر د حکم له مخې، نن په ټول هېواد کې د نیالګیو کېنولو ملي ورځ ده او له دې ورځې موخه د ولس، چارواکو او هر وګړي له لوري د نیالګیو ایښودو او پاللو برخه کې مسوولیت ترسره کول دي .
هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې د کرنې، کانال، ښاروالۍ او نورو ادارو له لوري ۲ میلیونه نیالګي روزل شوي وو چې عملاٌ یې په شخصي، عامه او حکومتي ځايونو کې د ایښودو لړۍ پیل شوې ده.
مياخېل هیله وښوده چې د ککړې هوا د مخنیوي او ښه چاپېریال رامنځته کولو کې به مهم رول ترسره کړي .
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې رييس امین الله یوسفزي وویل، د ولسمشر د نهه ماده يیز حکم له مخې د ککړې هوا د مخنیوي په موخه د کب شلمه د نیالګیو کېنولو ملي ورځې په نوم نومول شوې ده.
هغه زیاته کړه، د دوی ادارې له لوري په دې ورځ ولسوالیو او مرکز کې شاوخوا دوه زره نيالګي کېنول کېږي. دغه راز د دوی اړوند کمېټې له لوري چې په کې ښاروالي، زراعت او د کلیو پراختیا ادارې شاملي دي، هم په لسګونه زره نیالګي کېنول کېږي .
نوموړی وایي، د اقليم بدلون، ککړې هوا د مخنیوي او چاپېریال د ښکلا په موخه تر ټولو ارزانه لار یواځې د نیالګیو کېنول دي چې عملاٌ دوی پیل کړي دي .
د ننګرهار پوهنتون رييس پوهاند خلیل احمد بهسودوال وویل چې دوی استادانو او ښوونکو ته دنده ورکړې، څو د نیالګیو کېنولو او پاللو په موخه عامه پوهاوی ترسره کړي او همدا راز یې په پوهنتون کې هر استاد او زده کړیال ته د یو، یو نیالګي کېنولو او د هغو د ساتنې لارښوونه کړې ده .
د یادونې ده، ولسمشر تېره اوونۍ ننګرهار ته د سفر پر مهال په ولایت مقام کې د یو نیالګي په ایښودو سره په دغه کمپاین کې ونډه واخیسته .
دغه راز په فاریاب کې هم د نيالګيو د ايښودو کمپاين نن پيل شو.
د فارياب والي نقيب الله فايق د دې ولايت په مرکز ميمنه کې په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، سږکال په دې ولايت کې ٣٠٠زره مثمر او غير مثمر نيالګي ايښودل کېږي.
په دايکنډي هم د نيالګيو ايښودلو پروګرام پيل شو.
د دې ولايت د کرنيزو چارو آمر حامد رزاق حقجو وايي، چې په دې ولايت کې په نيمه بيه په ٣٥٠ بزګرو د ۴۷۴۰۰ نيالګيو د خرڅلاو له لارې د نويو نيالګيو ايښودلو پروګرام پيل شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










