اسعد اباد (پژواک، ٢١ کب ٩٨): په کونړ ولايت کې سلګونو ديني عالمانو د سولې د روانو خبرو د ملاتړ ترڅنګ د دايمي اوربند غوښتنه وکړه.
د ولايت د مرکز اسعد اباد ښار او يو شمېر دغو عالمانو نن (د کب ٢١مه) د ولايت په مرکز کې راټول شوي وو او د اورکم پر ځاى يې پر اوربند ټينګار وکړ.
دوى د جګړې له دواړو لورو وغوښتل چې د اورکم موده دې وغځوي او دايمي اوربند دې وکړي او همدارنګه طالبان دې له افغان حکومت سره خپل ټول مسايل د خبرو له لارې هوار کړي.
دیني عالم مولوي محمد انور انور د جګړې له ټولو خواوو وغوښتل چې يو ته درناوى ولري او په يوه مېز سره کېني.
ده زياته کړه ((موږ سوله غواړو او له جګړې ستړي يو، وسله وال طالبان دې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کېني او له جګړې دې لاس واخلي.))
د هغه په وينا، په هېواد کې روانه جګړه د هېچا په ګټه نه ده او زيان يې يواځې افغانانو ته رسېږي.
بل ديني عالم مولوي نعمت الله له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې نور له جګړې لاس واخلي او حکومت سره خبرو اترو ته کېني.
هغه زياته کړه چې افغانان نور د يتيمانو، کونډو او معلولينو پاللو وس نه لري، طالبان دې د پردیو د ګټو او اهدافو لپاره نور افغانان نه قرباني کوي.
نوموړي له دولته هم غوښتنه وکړه چې د جګړې پر ځای دې د وسله والو مخالفینو سره د خبرو لار غوره کړي څو په هېواد کې روانه څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسېږي.
د کونړ د ارشاد حج او اوقافو رييس مولوي نور المعبود احساس وويل چې افغانان نور له جګړو ستړي شوي او له ټولو خواوو غواړي چې له جګړې لاس واخلي.
نوموړي زياته دولت او طالبان دې د سولې په خبرو کې يو بل ته اوږه ټيټه کړي او په افغان ولس دې رحم وکړي څو دغه روانه جګړه پای ته ورسېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










